سناتور مېچ مکانل هیله من دی چې بایډن له افغانستان د پوځیانو اېستل وځنډوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون واشنګټن ته رسېدو سره په پيل کې په سنا جرګه کې د دیموکراتانو له مشر چارلز شومر او د جمهوریت پالو له مشر مېچ مکانل سره وکتل.
په دې کتنه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله هم ګډون درلود.
له دې لیدنې وروسته سناتور مېچ مکانل یو بیان خپور کړی او هيله یې ښودلې چې د جوبایډن اداره له افغانستان د پوځیانو وتلو چاره وځنډوي او په دې برخه کې د ده په وینا اندېښنو ته پام وکړي.
ده ویلي د ترهګرۍ خطر لا له منځه نه دی تللی.
ټاکلې له افغانستان ټول امریکايي او بهرني ځواکونه د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نیټې ووځي.
سناتور مکانل د القاعده په اړه د امریکا د دفاع وزیر څرګندونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي: القاعده په قوت د بیا را د بره کېدو لپاره چمتووالی نیسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا دفاع وزیر لوییډ اسټن دې وروستیو کې خبر داری ورکړی چې شونې ده القاعده افغانستان کې د دوو کلونو په موده کې بیا سر راپورته کړي.
خو ښاغلی مکانل وايي که د امریکا کړنلاره کې بدلون را نه شي نو دا ګواښ ښايي له دوو کلونو په کمه موده کې رامنځته شي.
افغان حکومت هم د القاعده په اړه اندېښنې ښودلې او ویلي یې دي، د طالبانو او القاعده ترمنځ اړیکي شته او دې برخه کې د دوحې تړون نه دی عملي شوی، خو طالبان دا تورونه ردوي.
سناتور مکانل ویلي ولسمشر غني او افغانان حق لري دا پوښتنه وکړي چې امریکا ولې د ده په ټکو له جګړې لاس واخیست او لا ډېرو ترهګریزو ګواښونو ته یې لار هواره کړه.
د ده په اعلامیه کې ویل شوي، افغانان حق لري پوه شي چې امریکا به له افغانانو سره پر کړو ژمنو څنګه عمل کوي.
د ۶۵۰ امریکايي سرتېرو پاتېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
ټاکلې ده نن ولسمشر غني د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وګوري او پر دوه اړخیزه مسلو خبرې وکړي.
بل لور ته اسیوشیټیډ پرېس خبري اژانس رپوټ کې وايي، امریکايي چارواکو پرون پنجشنبه ورته ویلي، په پام کې ده د ډيپلوماتانو د امنیت لپاره شاوخوا ۶۵۰ امریکايي سرتیري افغانستان کې پاتې شي.
د دې چارواکو په حواله چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي ویل شوي چې د دې ترڅنګ ټاکل شوې چې څو سوه امریکايي سرتیري تر سپتمبر میاشتې او تر هغه چې د کابل هوایي ډګر امنیت ترکي ځواکونو ته سپارل کیږي، په دې هوايي ډګر کې پاتې شي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو په تېر کې یې ټېنګار کړی چې ټول بهرني ځواکونه باید له افغانستان ووځي.




















