افغانستان: د تاو تریخوالي پېښو کې د خبریالې په ګډون ملکي کسان وژل شوي

ATN NEWS

د عکس سرچینه، ATN NEWS

د خپرېدو وخت

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د پنجشنبې ورځې یوه چاودنه کې د اریانا رادیو تلوېزون یوه خبریاله له خپلې مور سره یو ځای وژل شوې ده.

د اریانا رادیو تلوېزون یو مشر خوشال اصفي خپل ټوېټر کې د خپلې همکارې مینا خیري وژل کېدل تاییدوي:

"په ډېرې خواشیني سره چې د تېرې شپې د کابل پل سوخته چاودنه کې د اریانا رادیو او اریانا نیوز ویانده او زموږ ښه او زیارکښه همکاره مینا خیري له خپلې مور سره په شهادت رسېدلې ده."

دا چاودنه پرون ماښام د کابل ښار لوېدیځ ته پل سوخته کې په ټونس موټر کې وشوه او هغه مهال پولیسو ویل چې ټول پکې څلور کسان وژل شوي او پنځه ټپیان دي.

تر دې پېښې مخکې هم دغې سیمې ته نږدې په بل تونس کې د چاونې له امله څلورکسان ووژل او څلور ټپیان شول.

دا په نږدې دریو ورځو کې دویمه پېښه ده چې د ولسي وګړو یو ډول ګاډو کې چاودنې کېږي.

د جون په اوله هم همدې د کابل لوېدیځ کې په دوو کاسټر ګاډو کې چاودنې وشوې چې پکې لس ولسي وګړي ووژل او ۱۲ ټپیان شول.

تراوسه د دې پېښو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

نړیواله ټولنه په تېره ملګري ملتونه بیا بیا له ښکېلو لورو غواړي چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره تاوتریخوالی کم کړي.

کابل

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، کابل ښار کې دریو ورځو کې د ولسي وګړو د سپرلۍ څلورو ګاډو کې چاودنې وشوې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما تېره سې شنبه بیا وویل، "جدي اړتیا ده چې افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کچه راټیټه شي او د جګړې ټولې ښکېلې خواوې د ملیکانو د خوندیتوب لپاره لا ډېر کار وکړي."

یوناما وايي یوازې تېره اوونۍ په کندهار، هلمند، اروزګان، سر پل، پروان او کاپیسا کې د درېو ورځو په اووه ثبت شوې پېښو کې لږ تر لږه ۲۳ ملکي کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر د دولتي ځواکونو هوايي بریدونه او طالبانو چاودنې د ملکي مرګژوبلې عمده لامل ګني او زیاتوي چې پر دې سربېره د دواړو خواو غېر مستقیمو ډزو کې هم عامو خلکو ته تلفات اوړي.