امریکایی پوځ بګرام اډه راتلونکو دوه اونیو کې افغانانو ته سپاري

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تر ټولو ستر مرکز، یعنی بګرام اډه کې سرچینو بي بي سي ته ویلي، د افغانستان دفاع وزارت ته د دې اډې سپارلو لوژستیک کارونه له دوشنبې راهیسې پیل شوي.
د افغانستان دفاع وزارت هم بي بي سي ته منلي چې ډېر ژر به د دې سترې هوايي او پوځي اډې ټول مسئولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
بګرام اډه د بهرنیو ځواکونو د مېشتیدو ، قوماندې او هوایې عملیاتو مرکز پاتې شوی او تېرو دوه لسیزو کې د امریکا ولسمشران هم افغانستان ته د سفر پر مهال دې اډه کې تم شوي دي.
په همدې هوایې او پوځي اډه کې د بګرام مشهور زندان هم دی چې وار د مخه یې مسئولیت افغان لوري ته سپارل شوی.
په پام کې ده چې د بګرام له دریو ملیونو په شاوخوا کې واړه غټ، ارزان او ګرانبیه وسایل او تجهیزات چې ملیونونه ډالر ارزښت لري افغان لوري ته تسلیم شي.
یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي په پام کې ده چې د راکټونو د دفعې سیستم پرته چې خورا ګرانیه سیستم دی دا میدان له نورو ټولو تجهیزاتو سره افغان لوري ته وسپارل شي.
د بګرام اډې اهمیت په څه کې دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د بګرام هوايي اډه له نن نه شپیته کاله د مخه د افغانستان د پخواني بادشاه محمد ظاهرشاه واکمنۍ پر مهال جوړه شوې خو ویل کیږي اوس له هغې وخته پنځه برابره پراخه ده او د سیمې په کچه په عصري امکاناتو سمبال ده.
د کابل په ورڅېرمه ګاونډی پروان ولایت کې پرته دا اډه د افغانستان تر ټولو مجهز هوایي میدان هم ګڼل کیږي چې د هر ډول الوتکو کېناستلو وړتیا لري.
د نظامی چارو افغان کارپوه عتیق الله امرخېل چې یو وخت یې د افغان هوايي ځواکونو د قوماندې مسئولیت درلود، بګرام اډه د جګړې مهارولو ستراتیژیک ځای بولي
نوموړی وایي، په خپلواکه بڼه افغان ځواکونو ته له تجهیزاتو او امکاناتو سره د دې هوايي اډې سپارل مهم ګام دی.
بګرام هوایي ډګر د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو او بیا د ناټو او امریکايي ځواکونو یو مهم مرکز پاتې شوی چې اوس له نږدې دوه لسیزو وروسته یې یو ځل بیا بشپړ واک افغانانو ته سپارل کیږي.
بهرنیو ځواکونو چې تر سپتمبر میاشتې یې له افغانستانه د وتلو اعلان کړی له دې وړاندې په کابل او کندهار کې هم خپل ځینې کمپونه افغان ځواکونو ته سپارلي دي.





















