امریکا افغان حکومت ته د پوځ تر اېستلو وروسته بیا د مرستې ډاډ ورکړ

حمدالله

د عکس سرچینه، NSA/ REUTERS

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالېوان بیا افغان دولت ته ډاډ ورکړ چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مالي او پوځي مرستو ته دوام ورکړي.

جېک سالېوان له سپينې ماڼۍ نه پر تلېفون خپل افغان انډول حمدالله محب سره خبرو کې د کابل- واشنګټن د دوه اړخیزو همکاریو پر ساتلو ټینګار وکړ او د نږدې سلاوو ژمنه یې وکړه.

د امریکا د ملي امنیت شورا اعلامیه کې راغلي، ښاغلي سالېوان له افغان ځواکونو او افغانانو سره د امریکا د مرستو د پروګرامونو په اړه د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ته جزییات ورکړل.

د افغانستان او امریکا د ملي امنیت سلاکارانو د سیاسي جوړجاړي او جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ پر اهمیت هوکړه وکړه او ښاغلي سالیوان وویل، د امریکا متحده ایالات به د تلپاتې سولې لپاره د افغانانو ترڅنګ درېږي.

حمدالله محب هم پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې له امریکايي سیال سره یې د امنیت او "ترهګرۍ" سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو پر دوام خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده له افغانستان د امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر د سپتمبر میاشتې تر یولسمې بشپړ شي.

بینین سېوان: تاریخ تکرارېږي

UN.ORG

د عکس سرچینه، UN.ORG

د عکس تشریح، بینین سېوان د مجاهدینو او نجیب حکومت ترمنځ د روغې جوړې مرکچي و.

د پاتې ځواکونو د وتلو بهیر پیلېدو سره د امریکا ولسمشر، د دغه هېواد دفاع وزیر او نور چارواکي بیا ییا له افغان حکومت سره د مرستو ژمنه کوي او وايي، دا هېواد به د وسلوالو پر اډه بدل نه شي.

خو د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي بینین سیوان له جرمن رسنۍ دویچه ولې سره په تازه مرکه کې ویلي کله چې له افغانستان نړیوال ځواکونه ووځي نو نوې ټلوالې به رامنځ ته شي او په وینا یې له بده مرغه په افغانستان کې تاریخ د تکراریدو په حال کې دی.

بینین سېوان له ۱۹۹۱ تر ۱۹۹۲ کال د ډاکټر نجیب د حکومت او مجاهدینو سره د سولې خبرو دنده درلوده.

ښاغلي سیوان د افغانستان اوسنی وضعیت د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ له وروستیو وختونو سره ورته بللی او ویلي یې دي هغو کسانو د افغانستان له حکومت نه لاس اخیستی چې مخکې یې ترې ملاتړ کاوه:

"د افغان حکومت ملاتړي به د دغه هېواد پرېښودو سره د ولسمشر غني حکومت یوازې پرېږدي او اوسنی حکومت به په نوییمه میلادي لسیزه کې د ډاکټر نجیب الله حکومت له ورته حالت سره مخ شي."

نوموړی زیاتوي، د ولسمشر غني حکومت له طالبانو سره په خبرو او دوه اړخیزو خبرو کې څنګ ته شوی او اوس ګوري څه پېښېږي.

ولسمشر غني: د نجیب فلم بیا نه وینو

ډاکټر نجیب الله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بینین سېواد د اشرف غني حکومت اوسنی حالت د ډاکټر نجیب الله دورې سره ورته بولي.

بینین سېوان وايي، ډاکټر نجیب الله د افغان سولې لپاره قربانۍ ته تیار و، ځکه ټولو ویل چې نجیب واکمن وي سوله نه راځي:

"نجیب ویل د دې لپاره چې ما پلمه نه کړي دا چانس ور کوم چې له ما پرته سوله وکړي. هغه د همدې لپاره مرګ ته تیار و، خو له بدم مرغه خپلو کسانو یې ور سره خیانت وکړ."

خو ولسمشر غني مخکې په یوه وینا کې د سولې له هوکړې وروسته د موقتي حکومت په اړه د ډاکټر نجیب الله د استعفا پرېکړې ته اشاره کړې وه او ویلي یې وو چې دی به د ډاکتر نجیب الله تیروتنه تکرار نه کړي.

تېر کال ښاغلي غني د امریکا اتلانتیک شورا ته ویډیو کانفرانس کې د یوه سوال ځواب کې د لنډمهالي حکومت د جوړېدو امکان ته په اشاره د ډاکټر نجیب حکومت یاد کړ او ویې ویل: "دا فلم مو یو ځل لیدلی، بیا یې نه وینو."