امريکايانو هلمند کې خپله پوځي اډه افغان ځواکونو ته وسپارله

افغان پوځ

د عکس سرچینه، AFGHAN ARMY

د خپرېدو وخت

په هلمند کې مېشتو امریکایي ځواکونو د لېدرنېک (انتونیک) پوځي اډه نن یکشنبه په رسمي توګه افغان ځواکونو ته وسپارله.

د لېدرنېک یا انتونیک پوځي اډه د هلمند واشېر ولسوالۍ کې د بریتانوي ځواکونو د مخکینۍ 'کمپ بسټین' اډې او د افغان ځواکونو ۲۱۵ میوند قول اردو ته څېرمه پرته ده.

په ۲۰۱۴ کال کې امریکایي سمندري ځواکونو د لېدرنېک پوځي اډه او بریتانوي ځواکونو د 'کمپ بسټین 'پوځي اډه افغان ځواکونو ته وسپارله، چې وروسته دغه ساحه د ښوراب پوځي مرکز په نامه ونومول شوه.

په ۲۰۱۸ کال کې چې کله هلمند کې وضعیت ګډوډ شو نو امریکایي ځواکونه یو ځل بیا یاد ولایت ته ور وګرځېدل او ښوراب کې یې د ۲۱۵ قول اردو ترڅنګ د لېدرنېک په پوځي مرکز کې مېشت شول.

تر څه باندې دریو کلونو وروسته امریکایي ځواکونو نن د لېدرنېک اډه پرېښوده. دغه اډه به د افغان ځانګړو ځواکونو د يوې قرارګاه په توګه په همدې نامه يادېږي.

امریکایي ځواکونه د هلمند ګرمسیر ولسوالۍ کې د ( ډواير) په نامه یوه بله لویه پوځي اډه هم لري، خو دا لا مالومه نه ده چې هغه به کله افغان پوځ ته سپاري.

افغان پوځ

د عکس سرچینه، AFGHAN ARMY

افغان چارواکو پرون شنبه وویل چې له افغانستانه د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ عملآ پیل شوې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست او لوی درستیز جنرال یاسین ضیا تېره ورځ له امنیتي غونډې وروسته د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره ګډې خبري ناستې ته وویل:

"بهرنيو ځواکونو عملا وتل پیل کړي. ځینې ځایونه چې دوی پکې پخوا میشت وو، ښايي روانه اوونۍ (موږ ته) وسپاري. ښايي سبا ښورابک د دوی یوه کوچنۍ مېشته ډله راووځي. راتلونکې کې به له نورو سیمو هم ووځي."

د افغانستان دفاع وزارت وايي، بهرني ځواکونو لومړی د بګرام په څېر خپلو سترو مرکزونو ته راځي او بیا خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

په ورته وخت کې طالبانو ویلي، دا چې بهرني ځواکونه د دوحې تړون له مخې پر ټاکلې نېټه له افغانستانه نه دي وتلي نو دوی به یې پر وړاندې د احتمالي اقداماتو لپاره د خپلو مشرانو پرېکړې ته د انتظار کوي.

خو افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مشرانو او امریکایایي دېپلوماتانو خبرداری ورکړی چې که طالبان پر وتونکو پوځیانو برید وکړي نو دا به یوه تېروتنه وي او دوی به سخت ځواب ورکوي.