هند ولې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو وتلو ته اندېښمن دی؟

د عکس سرچینه، ODED BALILTY/AFP VIA GETTY IMAGES
- Author, امریتا شرما
- دنده, بي بي سي مونیټورینګ
- د خپرېدو وخت
په داسې حال کې چې له دوو لسیزو جګړو وروسته امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، هند په افغانستان کې وضعیت او نوي پرمختګونه په غور څاري.
د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې امریکا او طالبانو د قطر په دوحه کې هوکړه وکړه، چې پایله کې یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل پیل شول.
د روان کال په اپریل کې د امریکا ولسمشر جو بايډن رسماً اعلان وکړ چې ځواکونه به یې د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱ پورې له افغانستانه ووځي،
دا نېټه پر امریکا د بریدونو له شلمې کلیزې سره برابره ده، چې د هغې پېښې پایله کې امریکايي ځواکونه افغانستان ته ننوتل.
هند وايي، د افغان سولې بهیر 'له نژدې څاري ' خو کارپوهان په دې باور دي چې نوی ډیلی په سیمه کې د امریکا نشتوالي په صورت کې وضعیت ته 'اندېښمن ' دی.
په جکړه ځپلي افغانستان کې د طالبانو بیا راپورته کېدل، ډېرېدونکې بې ثباتي او په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د چین او پاکستان رول هغه څه دي چې هندي چارواکي یې په هکله ځانګړې اندېښنه لري.
ډېرېدونکې بې ثباتي

د عکس سرچینه، Getty Images
هند بیا بیا له ولسواک افغانستان سره خپل ملاتړ اعلان کړی او ''په چارو کې له ښکېلو افغان مخکښانو سره یې ګډ فعالیت کړی. ''
دغه هېواد د دوحې کنفرانس، جینوا کنفرانس او اسیا زړه کنفرانس په ګډون د افغان سولې خبرو په یو شمېر غونډو کې هم برخه درلوده.
خو له دې هر څه سره سره په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي، هندي چارواکي په سیمه کې د بې ثباتۍ له احساسه خبر دي.
د چارو شنونکی اویناش پیلوال وايي:
''په افغانستان کې د بې ثباتۍ زیاتېدو اندېښنې په کابل کې د پاکستان احتمالي زیاتې ښکېلتیا او د دولت ړنګېدو په خطر پورې تړلې دي. ''
هند دې ته هم اندېښمن دی چې که طالبان بیا واکمن شي نو افغانستان ښایي د وسله والو ډلو لپاره یو ځل بیا په خوندي پټنځای بدل شي.
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ حکومت کې د ملي امنیت شورا لوړ پوړې چارواکې لیزا کرټس وايي:
''د سیمې هېوادونه او په ځانګړې توګه هند به له افغانستانه د امریکا وتلو ته له دې کبله هم ډېر اندېښمن وي، چې کېدای شي طالبان بیا په دغه هېواد کې ځواکمن شي. ''
اندېښنې بې ځایه نه دي

د عکس سرچینه، AFP
په نویمو کلونو کې طالبانو سره د لښکر طیبه او جېش محمد په څېر ډلو وسله والو هم ملګرتیا کوله چې ۱۹۹۹ کې د یوې هندۍ الوتکې تښتولو او په ۲۰۰۱ کال کې د هند پر پارلمان د بریدونو په ګډون هند ضد فعالیتونو کې ښکېل بلل کېږي.
د هند لوی درستیز بپن راوت دا وروستیو کې یوه امنیتي کنفرانس کې دغه اندېښنه څرګنده کړه او په وینا یې افغانستان کې یوه تشه رامنځته شوه، چې ''نورو لاسوهونکو ته د مداخلې زمینه برابروي. ''
د هند اندېښنې له هغو استخباراتي رپوټونو سرچینه اخلي چې وايي، د امریکا له وتلو مخکې ''د وسله والو لویې ډلې افغانستان ته د تګ په حال کې دي. ''
د چارو شنونکې الیزابیت روچې وايي، افغانستان کې د کورنۍ جګړې غوندې حالت رامنځته کېدای شي.
دغه راز د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره په افغانستان کې د طالبانو کنټرول ډېرېدو پر موضوع هم سترګې نه شي پټیدای.
۲۰۱۹ کال کې چې جنرال راوت د هندي پوځ مشر و، له طالبانو سره یې د خبرو ملاتړ داسې حال کې وکړ، چې د هند رسمي دریځ ''له طالبانو سره نه ښکېلتیا '' و.
بل لور ته په داسې حال کې چې هند پرلپسې له طالبانو سره مخامخ خبرې ردوي، ۲۰۱۸ کال کې یې مسکو سولې غونډې ته یو غیر رسمي پلاوی استولی و. تېر کال دوحې کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر هم برخه واخیسته او دا د هند دریځ کې نرمښت ښيي.
پر چین او پاکستان نظر

د عکس سرچینه، Getty Images
هند د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې د پاکستان سیاسي مانورو په اړه هم اندېښنه لري.
پاکستان د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحا خبرو په لړ کې مهم رول درلود او د طالبانو ملاتړ ردوي، خو ماهرین په دې اند دي چې افغانستان کې د پاکستان له نفوذه انکار نه شي کېدای.
دیوي دت اربندو مهاپترا وايي، پاکستان د جغرافیايي، توکمیز او مذهبي نژدېوالي له کبله په افغان سیاست کې پراخ نفوذ لري.
بل لور ته په داسې حال کې چې د پاکستان اقتصادي حالت ښه نه دی، په جون میاشت کې د ای ایم ایف او نړیوال اقتصادي عملیاتي ځواک (ایف اې ټي ایف) له لوري بیا د پاکستان په هکله کتنې هم کېږي، ښايي دغه هېواد په افغانستان کې اوسمهال د ناسمو کړنو له احتمالي خطره ډډه وکړي.
پاکستان له ۲۰۰۸ کال راهیسې د ترهګرۍ مالي مرستې او تورو پیسو سپینولو له کبله د ایف اې ټي ایف په خړ لیست کې ځای لري.
د کي این پنډیتا په وینا: ''په دې لړ کې ناسم فعالیت به د پاکستان د ښکېلتیا په مانا وي او هیله دا ده چې پاکستاني مشران به له دې حالت د ځان ژغورنې په هکله کافي احساس لري. ''
خو بل مهم لوبغاړی چین دی چې هند پرې سترګې نه شي پټولای.
د چارو شنونکی سنهېش الیکس فلېپ وايي:
''د بېلټ او روډ 'بي ار ای ' په نامه پروژه د چین ولسمشر د خوښې وړ پروګرام دی، چې کېدای شي تر افغانستان پورې وغځول شي. ''
له دې مخکې جنرال راوت ویلي و، ''افغانستان له هغو هېوادونو خطر لري چې غواړي د خپلو ګټو لپاره یې وسایل وکاروي. ''
د افغانستان طبیعي زېرمو په هکله ویل کېږي چې ارزښت یې یو ټریلیون ډالرو ته رسېږي.
هند کې داسې اندېښنې هم شته، چې ښايي چین په سیمه کې د خپل نفوذ ډېرولو لپاره د پاکستان ملاتړ تر لاسه کړي.
فېلپ وايي:
''د پاکستان او چین ګډ فعالیت به د هند لپاره وضعیت کړکېچن کړي. ''
د عمل وړ پالیسۍ اړتیا

د عکس سرچینه، Getty Images
هند په افغانستان کې د نژدې دوه میلیاردو ډالرو پانګونې سره مهم رول لري، چې د روغتونونو، تعلیمي ادارو او افغان پارلمان ودانۍ په رغاونه کې یې لګولي دي.
بل لور ته په افغانانو کې په پراخه کچه د هند په هکله ښه نظر شته، چې د چارو شنونکو په وینا هند ته ښه ځای ورکولای شي.
مهاپترا وايي:
''هند د افغانستان په پرمختګ کې ونډه اخیستې او د نویو واقعیتونو په تنظیم کې مثبت رول لرلای شي. ''
په کابل کې د خپلو ګټو خوندي ساتلو لپاره هند اوس یو پراخ ستراتېژیک نظر ته اړتیا لري او دغه راز د طالبانو په ګډون له مهمو ښکېلو اړخونو سره د ګډ فعالیت اړتیا لري.
مهاپترا زیاتوي:
''د عمل وړ پالیسۍ په توګه اوس هند اړتیا لري چې له طالب مشرانو سره ښکېل شي. ''
پروسږ کال هند ته د سفر پر مهال د افغانستان ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله هم ویلي، که هند له طالبانو سره د ښکېلتیا پرېکړه کوي، ''افغانستان به هېڅ اندېښنه و نه لري. ''
داسې حال کې چې سیمه ییز خوځښتونه بدلېږي، هند باید د افغانستان راتلونکي په هکله د سلا، مشورو پلویتوب وکړي.
مهاپترا وايي:
''هند اړتیا لري چې په افغانستان کې د نفوذ لپاره په سیمه کې له خپل ډېرېدونکي پوځي، اقتصادي او د نرمښت له ځواکه کار واخلي او دا هر څه د ځېرکې پالیسۍ پر مټ کېدای شي. ''




















