افغان حکومت: هر چا چې افغانستان کې جنایت کړی یوه ورځ به محاکمه کېږي

بهرنیو چارو وزارت

د عکس سرچینه، ministry of foreign affairs

د خپرېدو وخت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په مشرۍ هغه لوړ پوړی پلاوی چې په دې وروستیو کې یې له نړیوالې جنایې محکمې سره افغانستان کې د بشر ضد او جنګي جرمونو پر موضوع خبرې کړې وې وایې، جنایت کوونکی که له هرې طبقې وي باید عدالت ته وسپارل شي.

دې پلاوي ویلي په هالڼډ کې د نړیوالې جنایي محکمې له چاررواکو سره لیدنه کې دواړو لوریو هوکړه کړې چې د جنګي جرمونو د بخښنې او معافیت پر وړاندې په ګډه مبارزه کوي،‌ اوهېڅ ډول شرایط باید جنګي جرمونو او قربنانیانو ته د عدالت رسولو پر وړاندې د خنډ او ځنډ سبب نشي.

یاد پلاوي سه شنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د دې هوکړې موخه محکمې ته د مجرمینو را کاږل او د جګړې قربانیانو ته عدالت رسول دي، او پر جزئیاتو یې لا کار روان دی.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو په درشل کې افغان حکومت د جنګي جرمونو نږدې دوه سوه دوسیې د هاګ نړیوالې محکمې ته سپارلي چې د بهرنیو ځواکونو جرمونه هم پکې شامل دي.

دا ټولې قضیې له ۲۰۰۳ کال راپدېخوا پېښې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په وینا د عدالت پلې کېدو ته د حکومت ژمنتیا د سولې بهیر سره په ټکر کې نه ده. نوموړي د جګړې قربانیانو ته د رسیدو په موخه د یوې ځانګړي کمیټې د جوړیدو خبر هم ورکړ.

د افغانستان عدليې وزیر فضل احمد معنوي چې په دې سفر کې د افغان پلاوي سره مل و وایي، هر هغه څوک چې جنایت کوي یو وخت به هر مرو محاکمې ته سپارل کیږي.

د هغه په وینا که مجرم له هر قومه او هرې طبقې وي پر وړاندې یې د عدالت پلي کیدو ښه اراده رامنځته شوې.

نړیواله جنایي محکمه د کومو جرمونو پلټنه کوي؟

څارنواله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څارنواله فټو بنسوډا افغانستان کې د جنګي جرمونو څېړل غواړي

افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د قضايي نړیوالې محکمې غړیتوب تر لاسه کړ چې له مخې یې په افغانستان کې کېدونکي جرمونه د دې نړیوالې محکمې لخوا څیړل کیدای شي.

افغان چارواکو ویلي هالنډ ته د وروستي سفر په لړ کې نړیوالې جنایي محکمې له افغان دولت سره د نړیوالو مجرمینو عدالت ته په راکاږلو کې هم ګډ کار او مرستې ته لېوالتیا ښودلې.

افغان لوري تر اوسه ۲۰۰ دوسیې دې محکمې ته سپارلي چې پکې د بهرنیو ځواکونو، طالبانو او داعش ډلې قضیې شاملې دي.

د بشر ضد جرمونه.، نسل وژنه ، جنګي نور جنایتونه او پر دولتي موخو حملې نړیوال جرمونه ګڼل کیږي چې دا محکمه یې په اړه څيړنې کوي.

په دې لړ کې په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه څو ځله د دې محکمې لخوا په جنګي جرمونو او جنایتونو تورن شوي او په ځينې مواردو کې یې دې محکمې په اړه پلټنې هم کړي دي.

خو په دې لړ کې امریکا د دې محکمې غړې نه ده او بیا بیا یې له هېواده بهر د خپلو ځواکونو له محاکمې سره مخالفت کړی دی .

امریکا د دې محکمې په یوه قاضي بندیزونه هم وضع کړي خو اوس به وکتل شي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ایا قضایې محکمه په دوی د پورو یو لړ تورنو سپیناوي او محاکمې جرات کوي کنه؟

دا قضایې محکمه چې افغان حکومت یې نویو ژمنو ته هیله من کړی ۱۲۹ غړي لري.