افغانستان کې د بشر ضد او جنګي جرمونو څېړنه؛ د اتمر په مشرۍ دولتي پلاوی د خبرو لپاره هاګ ته تللی

اتمز

د عکس سرچینه، MOFA

د خپرېدو وخت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی د هالنډ هېواد هاګ ښار ته تللی او هلته به د جرمونو نړیوالې محکمې له څارنوالانو سره په افغانستان کې د بشر ضد جرمونو د څېړلو په اړه خبرې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې پلاوي کې د عدلیې وزیر، د لویې څارنوالۍ سرپرست او ګڼ نور دولتي‌ چارواکي او کارپوهان شامل دي.

یاد وزارت وایي، د جرمونو نړیوالې محکمې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د بشر ضد او جنګي جرمونو په اړه شکایتونه ترلاسه کړي او غواړي په دې اړه علمي او مخامخ څېړنې پیل کړي.

دغه شکایتونه تر ډېره په افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو، وسلوالو طالبانو او افغان حکومت ته اړوندو امنیتي ادارو پر ضد دي.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان دولت دې شکایتونو ته د رسېدنې برخه کې خپل رپوټ د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندې کړی، او د خپلې راتلونکې ارادې او برنامو په اړه به هم ډاډ ورکوي.

یاده دې وي چې د جرمونو نړیواله محکمه د روم اساسنامې له مخې رامنځته شوې او افغانستان یې په ۲۰۰۳ کال کې غړیتوب ترلاسه کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خپله وروستیۍ اعلامیه کې ویلي، د هېواد قضایي خپلواکۍ ته په پام سره به له یادې محکمې افغانستان کې د بشر ضد او جنګي‌ جرمونو د څېړلو برخه کې مرسته غواړي.

محکمه د چا جرمونه څېړي؟

څارنواله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څارنواله فټو بنسوډا افغانستان کې د جنګي جرمونو څېړل غواړي

د جرمونو نړیوالې محکمې په ۲۰۱۶ کال کې خپل رپوټ کې ویلي وو، داسې دلایل شته چې پربنسټ یې ویل کېدای شي چې وسله والو طالبانو، امریکايي ځواکونو او افغان حکومت اړونده امنیتي ادارو د ځورونې او ناسم چلند اړوند بشر ضد او جنګي جرمونه ترسره کړي دي.

د دې محکمې څارنواله فټو بنسوډا له ۲۰۱۷ کال راهیسې افغانستان کې د جنګي جرمونو په تړاو د رسمي پلټنو غوښتنه کوي.

یادې محکمې په ۲۰۲۰ کال کې پرېکړه وکړه چې د افغانستان شخړه کې د امریکا او نورو له خوا د ادعا شویو جنګي جرمونو څېړنه کېدای شي.

وړاندې دغې محکمې په یوه پرېکړه کې د یادو څېړنو مخه نیولې وه، خو وروسته یې خپله پرېکړه بدله کړه.

تمه کېږي چې په افغانستان کې د ۲۰۰۳ کال له مې میاشتې راهیسې پیل شوې جګړه کې د وسله والو طالبانو، افغان حکومت او امریکايي ځواکونو کړنې وڅېړل شي.

خو د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا تېر حکومت د یادې محکمې دا پرېکړه غندلې وه او د یوې خپلسرې سیاسي ادارې کړنه یې بللې وه.

هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پومپیو ویلي وو چې هېواد به یې له دې "ناقانونه" محکمې د خپلو اتباعو ژغورلو لپاره هر اړین ګام پورته کوي.

امریکا د نړیوالې جنایي محکمې غړیتوب نه لري او د امریکايي وګړو په اړه یې پرېکړې هم په رسمیت نه پېژني.

خو د بښنې نړیوال سازمان پخوا ویلي، د جرمونو نړیواله محکمه افغانستان کې د جنګي‌ او بشر ضد جرمونو څېړلو سره د جګړې د قربانیانو ترڅنګ او د مجرمینو پر ضد درېدلې.‌