د کابل او لوګر بریدونه؛ ولسمشر غني راتلونکې سې شنبه 'عمومي ماتم' اعلان کړ

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني اعلان کړی چې د لوګر او کابل پر محصلینو د وروستیو خونړیو بریدونو په ویر کې به راتلونکې سې شنبه د می پر ۱۱مه نېټه په ټول هېواد کې عمومي ماتم وي.
ښاغلي غني یکشنبه په یوه ویډیو پیغام کې یو ځل بیا دغه بریدونه وغندل او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د جګړې له له لارې هېڅکله هم خپلو اهدافو ته نشي رسېډلی. نوموړي وویل:
"د حکومت رهبري تل ددې په لټه کې ده څو ښوونځي او مدرسې جوړې کړي او زموږ اولادونه د پوهې او علم لاره خپله کړي، خو د ناپوهۍ ډلې کله د طالب او کله د داعش په نومونو د دا ډول وحشي بريدونو په ترسره کولو سره غواړي چې زموږ اولادونه د پوهې او پرمختګ له کاروانه شاته پرېږدي ".
افغان ولسمشر وویل چې د سې شنبې پر ورځ به د هېواد په دولتي ادارو، جوماتونو، تکیه خانو او له هېواده بهر د افغانستان په استازولیو کې د دې دواړه پېښو د قربانیانو لپاره فاتحې لوستل کېږي.
د کابل برید وروستي جزئیات

د عکس سرچینه، EPA
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې کابل لوېدیځ ته دشت برچي کې پر ښوونځي د چاودنې له امله له پنځوسو ډېر کسان وژل شوي او تر سلو ټپیان دي چې تر ډېره زدکوونکي او ځايي اوسېدونکي دي.
د دې وزارت ویاند طارق ارین وايي، ښايي د مرګ ژوبلې دا شمېر هم توپیر وکړي.
رویټرز خبري اژانس هم د امنیتي سرچینو له قوله وايي، دې پېښه کې ۵۵ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
نورې سرچینې بیا وژل شوي ۴۰ کسان ښيي.
اېمرجنسي روغتون- چې تر ډېره د ورته پېښو نازک ټپیان درملوي- وايي، ۲۶ ټپیان ور وړل شوي چې پکې یو مړ شوی دی.
نورو روغتونونو چې د پېښې ټپیان ور وړل شوي، د پېښې لومړیو کې یې ویل چې وینې ته سخته اړتیا ده.
د پېښې په هکله څو ډوله خبرې

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
دا برید د دشت برچي په اتفاق مېنه کې د سیدا لشهدا ښوونځي سره نږدې شوی چې نجونې پکې زدکړه کوي.
ځايي خلک د دې پېښې په هکله دوه ډوله څرګندونې لري.
ځینې وايي، درې سر په سر چاودنې وشوې، خو نور وايي اول موټربم برید وشو او وروسته درې د توغندي یا هوان ته ورته مرمیو غږونه واورېدل شول.
ځینې امنیتي سرچینې وايي، د ښوونځي مخ ته باروت اېښودل شوي وو،.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، د دې وزارت د تخنیکي ډلې څېړنې ښيي چې دا موټربم و، ور سره نږدې دوه اېښودل شوي ماینونه هم چاودلي دي:
"سورچکې کرولا ته چاودنه ور کړل شوې او کله چې زدکوونکې له ښوونځي راوتلې، نورو دوو بمونو هم چاودنه کړې ده".
کورنی غبرګون

د عکس سرچینه، EPA
د چاودنې مسوولیت لا کومې ډلې نه دی منلی خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې د دې برید مسوول وسله وال طالبان بلل شوي.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د برید غندلو سره له نړیوالې ټولنې او انساني حقونو بنسټونو غوښتي چې طالبان دې د دې برید له امله مجازات کړي:
"له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو زموږ هیله دا ده چې د طالبانو ډله او د دوی ملاتړي د دغه برید له امله مجازات کړي او د طالبانو ټول مشران یو ځل بیا په تور لیست کې راوستل او ورباندې شدید بندیزونه ولګول شي."
خو طالبانو دا پېښه غندلې ده او پر تلفاتو یې خپګان ښودلی.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې ویلي، دوی دغه برید غندي ''چې پر ملکي خلکو شوی او متاسفانه ډېر زیان یې اړولی. ''
د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله دا برید غندي او وايي: "زموږ خلک یې روژه کې د ویر په ټغر کېنول. دا برید د نه بښلو دی. د دې پېښې د غندلو لپاره الفاظ نه لرم".
د افغانستان د انساني حقونو خپلواک کمېسون دا برید "جنایت" بللی او زیاتوي: "پر روزنیز مرکز برید د جنګي جنایت روښانه مصداق دی."
دغه کمېسون له افغان حکومت غواړي چې د دا ډول بریدونو عاملان وپېژني او د قانون له مخې سزا ور کړي.
بهرنی غبرګون

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحده ایالتونه هم دا برید غندي، د پېښې قربانیانو سره پر خواخوږي ښودلو سربېره د تاوتریخوالي پای ته رسېدل او د بې ګنا ولسي وګړو په نښه کولو سملاسي درېدل غواړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپله اعلامیه کې زیاتوي د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره د افغان ولس ملاتړ روان ساتي.
د ترکیې حکومت هم د دې برید غندلو سره د پېښې قربانیانو سره خواخوږي او د ټپیانو د ژر رغېدلو هیله کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د دې برید غندلو سره ویلي چې عاملان یې باید ځواب ور کړي.
نوموړی افغانستان کې د تاوتریخوالي سملاسي درېدو او د کړکېچ د سوله ییز حل غوښتنه کوي.
کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما د دې برید په هکله سخته ''کرکه '' څرګنده کړې او دا یې ''پر ملکي خلکو ظلم '' بللی دی.
یوناما د پېښې ښکار شویو له کورنیو سره خواخوږي او همدردي څرګنده کړې.
د یونیسف غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو ماشوم ملاتړې اداره یا یونیسف هم د دې برید غندلو سره وایي، ماشومان باید په نښه نه شي:
"د ښوونځیو په شاوخوا کې تاوتریخوالی له هېڅ امله د منلو وړ نه دی. ښوونځي باید خوندي او داسې ځایونه وي چې ماشومان پکې له بشپړ امنیت او خوندیتوب سره لوبې وکړي، په زدکړو او ټولنیز کېدو بوخت شي. "
دا اداره پر ښکېلو لورو غږ کوي چې نړیوالو انساني حقونو او انساندوستانه قوانینو ته ژمن پاتېدلو سره د ماشومانو امنیت او خوندیتوب برابر کړي.



















