بې پولې ډاکټرانو د کابل دشت برچي‌ روغتون کې خپل فعالیت ختم کړ

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بې پولې ډاکټران وایي، دوی وېره لري چې د تېرې میاشتې خونړی برید بیا هم تکرارېدلی شي
د خپرېدو وخت

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د کابل دشت برچي سیمې سل بستریز روغتون د مور او ماشوم برخه کې خپل فعالیتونه درولي. دغه بنسټ‌ وایي، دا پرېکړه یې تېره میاشت پر دې روغتون د خونړي برید له کبله کړې ده.‌

یوه میاشت وړاندې وسلوالو پر دغه روغتون برید وکړ، چي په پایله کې یې ۲۴ تنه مړه او ۱۶ نور ټپیان شول.

دغه بنسټ وایي، لا هم د دغه برید د انګېزې او برید کوونکو په اړه یې هیڅ ډول مالومات نه دي ترلاسه کړي، خو دغه برید کې میندي، نوي زیږیديو ماشومان او روغتیایې کارکونکي په نښه شول او ښایې دا ډول بریدونه په راتلونکي کي هم تکرار شي .

د کابل دشت برچي د سل بستریز روغتون د زیږنتون برخه په تیرو پنځو کلونو کي د بې پولې ډاکټرانو د بنسټ له خوا حمایه کېده او یوازې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۶ زره کوچنیان دغه روغتون کي زېږېدلي وو.

د بې پولي ډاکټرانو ټولني رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کي ویلي، دا خبره روښانه ده چې د تېرې میاشتې برید د ورانکارۍ او د بې ګناه ناروغانو او روغتیاپالانو د وژنې په موخه ترسره شوی و.

د بشري مرستو د نړیوال سازمان عمومي رئیس دغه خبرپاڼه کي ویلي: "موږ پوهېدلو چي دشتی برچي سیمه کي پاته کېدل ځان د خطر سره مخامخ کولو په مانا ده، خو په دې نه پوهېدلو چې برید کوونکي به خپلې موخې د میندوار ښځو او نويو زیږیدلیو کوچنیانو په وژنه کې لټوي".

ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دشت برچي پر روغتون برید کې د ګڼو ماشومانو میندې ووژل شوې

بې پولې ډاکټران وایي، دغه پریکړه ورته سخته او دردوونکې وه، خو دوی اړ وو چې دا ګام واخلي او په اړه یې افغان چارواکو ته هم خبر ورکړی.

د بې پولي ډاکټرانو ټولنه وایي په دي پوهیږي، چي له دشتي برچي سیمي څخه وتل به په دغه سیمه کي د مېشتو زرګونو هزاره وګړو لپاره بدې پایلې ولري.

دغه بنسټ وایي، د کارکوونکو یې د برید بوږنوونکې پېښه لا هېره نه ده، او دوی هڅه کوي چې د رواني حالت د ښه کېدو برخه کې ډیر کار او مرسته ورسره وکړي.

د مې میاشتي پر ۱۲ نیټه د دشتي برچي سیمي د سل بستریز روغتون د زېږنتون پر برخه د وسلوالو برید کې ۲۴ تنه، چي ډېری یې میندې او دوه کوچنیان وو، ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

بې پولې ډاکټران له تیرو څلور لسیزو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او تر دې دمه یې شاوخوا ۷۰ تنه کارکوونکو افغانستان کې د دندو پرمهال خپل ژوند بایللی.