تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خلیلزاد کابل کې ولسمشر غني سره کتلي؛ ګڼو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په داسې حال کې کابل ته رسېدلی چې د افغانستان له ګڼو ولایتونو د جګړو او تاوتریخوالي رپوټونه ترلاسه شوي،
ښاغلي خلیلزاد دوشنبه (۳ مې) په ارګ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف او نورو حکومتي چارواکو سره د سولې پر بهیر خبرې کړې دي.
د دې کتنې په تړاو د ارګ په اعلامیه کې راغلي: "جمهور رئیس غني له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، په نویو واقعیتونو د سولې پروسې پر عیارولو ټینګار وکړ".
کابل ته له سفر وړاندې زلمي خلیلزاد پرون یکشنبه ازبکستان کې د هغه هېواد له لومړي وزیر سره کتلي وو.
دواړو لوریو هوکړه کړې وه چې افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره باید ټولې ښکېلې غاړې د یو سیاسي جوړجاړي ملاتړ وکړي.
افغان ولسمشر دوشنبه له زلمي خلیلزاد سره خپله کتنه کې ټینګار کړی چې "سوله د افغانستان خلکو او حکومت ته استعجالیت لري، خو دغه بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي".
هلمند کې امنیتي وضعیت ترینګلی دی
د سولې لپاره له سیاسي هلو ځلو سره هم مهاله د افغانستان له ګڼو ولایتونو د جګړو او تاوتریخوالي رپوټونه ترلاسه شوي دي.
د هلمند د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چي وسلوالو طالبانو د مرکز لښکرګاه او کندهار ترمنځ ۶۰۱ لویه لاره باندې ماینونه ښخ کړي او د عامو خلکو پر مخ یې بنده کړې ده.
طالبانو همدا راز له تېري شپې راهیسې د هلمند مرکز لښکرګاه په ګډون د ناوې او ګرشک ولسوالیو پر یو شمېر پوستو بریدونه پیل کړي دي.
د هلمند ولایتي اداره وایي، په یادو سیمو کې یې وسلوال ځپلي او د دوي برېدونه یې په شاتمبولي دي.
خو د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاالله افغان وایي له تېرې شپې راهیسې وسلوالو طالبانو پر لسو حکومتي پوستو ولکه ټېنګه کړې.
نوموړی اندېښنه ښیي چي مرکز لښکرګاه د جدي ګواښ سره مخ دی او باید پر وخت ورسره مرسته وشي.
بله خوا د دفاع وزارت وایي چې په هلمند کې یې د القاعده شبکې د دوو غړو په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژلي دي.
نورو ولایتونو کې جګړه او تاوتریخوالی
له دې سره هم مهاله کندهار یو شمېر ولسوالیو کې هم جګړې زور اخیستي او له کبله یې د کندهار- هرات لویه لاره بنده شوې ده.
د کندهار والي روح الله خانزاده وایي وسلوالو د کندهار- هرات ترمنځ لاره د میوند ولسوالۍ اړوند سیمه کې په ماینونو بنده کړې ده.
همدا راز تېره شپه د فراه په بالا بلوک ولسوالۍ کې د پوځ پر يوه مرکز بريد کې لږ تر لږه ۷ افغان سرتېري وژل شوي دي.
په همدې ولایت کې په یوه بله جلا پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه ټپیان شوي، خو ځينو سرچينو د مرګژوبلې شمېر لوړ ښودلی.
د هرات د فارسي ولسوالۍ پر ودانۍ هم تېره شپه طالبانو بريد کړی او تر نن سهار جګړه روانه وه، خو ځايي چارواکو ويلي، د ولسوالۍ ودانۍ له دوی سره ده.
افغان پوځ همدا راز په ختيځ جلال اباد ښار او د لغمان په الینګار او الیشنک ولسوالیو کې د ۷ طالبانو د وژل کېدو او ۱۶ نورو ژوبلېدو خبره کړې.