خلیلزاد کابل کې ولسمشر غني سره کتلي؛ ګڼو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی

زلمی خليلزاد

د عکس سرچینه، ARG

د خپرېدو وخت

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په داسې حال کې کابل ته رسېدلی چې د افغانستان له ګڼو ولایتونو د جګړو او تاوتریخوالي رپوټونه ترلاسه شوي،

ښاغلي‌ خلیلزاد دوشنبه (۳ مې) په ارګ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف او نورو حکومتي‌ چارواکو سره د سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

د دې کتنې په تړاو د ارګ په اعلامیه کې راغلي: "جمهور رئیس غني له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، په نویو واقعیتونو د سولې پروسې پر عیارولو ټینګار وکړ".

کابل ته له سفر وړاندې زلمي‌ خلیلزاد پرون یکشنبه ازبکستان کې د هغه هېواد له لومړي وزیر سره کتلي وو.

دواړو لوریو هوکړه کړې وه چې افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره باید ټولې ښکېلې غاړې د یو سیاسي‌ جوړجاړي‌ ملاتړ وکړي.‌

افغان ولسمشر دوشنبه له زلمي خلیلزاد سره خپله کتنه کې ټینګار کړی چې "سوله د افغانستان خلکو او حکومت ته استعجالیت لري، خو دغه بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي".

هلمند کې امنیتي وضعیت ترینګلی دی

افغان پوځ

د عکس سرچینه، MOD

د سولې لپاره له سیاسي‌ هلو ځلو سره هم مهاله د افغانستان له ګڼو ولایتونو د جګړو او تاوتریخوالي رپوټونه ترلاسه شوي ‌دي.‌

د هلمند د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چي وسلوالو طالبانو د مرکز لښکرګاه او کندهار ترمنځ ۶۰۱ لویه لاره باندې ماینونه ښخ کړي او د عامو خلکو پر مخ یې بنده کړې ده.

طالبانو همدا راز له تېري شپې راهیسې د هلمند مرکز لښکرګاه په ګډون د ناوې او ګرشک ولسوالیو پر یو شمېر پوستو بریدونه پیل کړي دي.

د هلمند ولایتي اداره وایي، په یادو سیمو کې یې وسلوال ځپلي او د دوي برېدونه یې په شاتمبولي دي.

خو د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاالله افغان وایي له تېرې شپې راهیسې وسلوالو طالبانو پر لسو حکومتي پوستو ولکه ټېنګه کړې.

نوموړی اندېښنه ښیي چي مرکز لښکرګاه د جدي ګواښ سره مخ دی او باید پر وخت ورسره مرسته وشي.

بله خوا د دفاع وزارت وایي چې په هلمند کې یې د القاعده شبکې د دوو غړو په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژلي دي.

نورو ولایتونو کې جګړه او تاوتریخوالی

افغان پوځ

د عکس سرچینه، MOD

له دې سره هم مهاله کندهار یو شمېر ولسوالیو کې هم جګړې زور اخیستي او له کبله یې د کندهار- هرات لویه لاره بنده شوې ده.

د کندهار والي روح الله خانزاده وایي وسلوالو د کندهار- هرات ترمنځ لاره د میوند ولسوالۍ اړوند سیمه کې په ماینونو بنده کړې ده.

همدا راز تېره شپه د فراه په بالا بلوک ولسوالۍ کې د پوځ پر يوه مرکز بريد کې لږ تر لږه ۷ افغان سرتېري وژل شوي دي.

په همدې ولایت کې په یوه بله جلا پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه ټپیان شوي،‌ خو ځينو سرچينو د مرګژوبلې شمېر لوړ ښودلی.

د هرات د فارسي ولسوالۍ پر ودانۍ هم تېره شپه طالبانو بريد کړی او تر نن سهار جګړه روانه وه، خو ځايي چارواکو ويلي، د ولسوالۍ ودانۍ له دوی سره ده.

افغان پوځ همدا راز په ختيځ جلال اباد ښار او د لغمان په الینګار او الیشنک ولسوالیو کې د ۷ طالبانو د وژل کېدو او ۱۶ نورو ژوبلېدو خبره کړې.‌