'د افغان کارګرانو تر ۸۰ سلنې ډېر لومړني حقونه تر پښو لاندې کېږي'

AFP

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د کلونو جګړه او د منظم اداري سیستم نشتوالی د دې لامل شوي چې په ځینو برخو کې د کار قانون تر پښو لاندې شي.
د خپرېدو وخت

د کارګرانو د نړیوالې ورځې (مې لومړۍ) له رارسېدو سره سم، د افغانستان د کارګرانو سرتاسري ټولنه وايي، په کارځایونو کې د افغان کارګرانو لومړني حقونه تر اتیا سلنې ډېر تر پښو لاندې کېږي.

د دې ټولنې مسؤلانو ویلي، په افغانستان کې د کارګرانو له بې روزګارۍ ناوړه ګټه اخیستل کېږي او له خپلو بنسټيزو حقونو برخمن نه دي.

امید په کابل کې د یوه خصوصي شرکت کارکوونکی و او وایي د شرکت مسؤلانو به دی او د ده همکاران له کوم موجه دلیل پرته له دندې ګوښه کول.

امید په افغانستان کې د ګڼ شمېر کارکوونکو له ډلې یو دی چې له مجبورۍ یې په کم معاش تر ټاکلي مهاله ډېر کار ته اوږه ور کړې وه.

د افغانستان د کارګرانو سراسري ټولنه وايي، چې افغان کارګران په کارځایونو کې له خپلو لومړنیو حقونو هم برخمن نه دي.

د یادې ټولنې مشر محمد لیاقت عادل وايي، جګړه او لوږه د دې لامل دي چې په افغانستان کې د کار له ځواک څخه ناوړه ګټه واخیستل شي.

د کارګرانو ټولنه نیوکه کوي او وايي، د کارځایونو څښتنان د کارګرانو خوندیتابه ته پام نه کوي او د کارځای پېښې تل د دوی د وژل کېدو، ژوبلېدو او معلولیت لامل کېږي.

په ورته وخت کې د کار نړیوال سازمان د دغې ورځې په مناسبت ویلي، د کورونا وبا څپې د کار نړۍ ویجاړه کړې، دندې او اقتصادي بنسټونه یې ځپلي او میلیونونه کسان یې د بې روزګارۍ له امله له لوږې سره مخامخ کړې دي.

د دغه سازمان مشر ګای رایډر له دولتونو او نړیوالو ټولنو غوښتي چې د کار دراتلونکي وضعیت ښه والي ته ژمن واوسي.

د افغانستان د کارګرانو د ټولنې مسوولان وايي، که دولت او مرستندوی هېوادوونه د کارګرو او کار وضعیت ته پام ونه وکړي، د بې روزګارۍ کچه به لا لوړه او له هېواده د کډوالۍ جوپې به بیا پیل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د کلونو جګړه او د منظم اداري سیستم نشتوالی د دې لامل شوي چې په ځینو برخو کې د کار قانون تر پښو لاندې شي.

AFP

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د افغانستان د کارګرانو د ټولنې مسوولان وايي، که دولت او مرستندوی هېوادوونه د کارګرو او کار وضعیت ته پام ونه وکړي، د بې روزګارۍ کچه به لا لوړه او له هېواده د کډوالۍ جوپې به بیا پیل شي.

دا وزارت هم مني چې په ډېرو برخو کې د کار قانون نقضېږي خو وايي، هڅه کوي له هغو کارګرو دفاع وکړي چې حقونه یې تر پښو لاندې شوې وي.

د یاد وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، هڅه کوي کارګرانو ته مناسب کاري چاپېریال رامنځته کړي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې ۹ میلیون کسان د کار په شرایطو برابر دي، چې له ډلې یې دوه میلیونه بې روزګاره دي، خو هغوی چې دندې هم لري، له وظیفوي امنیته برخمن نه دي.

په افغانستان کې د کارګرانو او د کار د مالکانو ترمنځ د هوکړه لیک نه موجودیت د دې لامل شوی چې د کار څښتنان هر وخت د یوه کارګر پر ځای بل وګوماري او پخواني هغه له دندې وشړي.