امریکايي پلاوي له افغان چارواکو سره لیدنه کې بیا د واشنګټن د مرستو ډاډ ورکړ

د خپرېدو وخت

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د جنوبي او منځنۍ اسیا چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ډین ټامپسن سره کابل کې وکتل.

دین ټامپسن په کابل کې له افغان چارواکو سره کتنو کې ډاډ ورکړی چې امریکا به د خپلو سرتېرو تر اېستلو وروسته هم، د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب دفتر خبر ورکړی چې ښاغلي ټامپسن له ځانه سره د امریکايي ولسمشر جوبایډن پیغام هم دوی ته رسولی چې له افغانستان سره به په پراختیايي چارو کې خپلو مرستو او د سولې بهیر ملاتړ ته دوام ورکوي.

خبرپاڼه وايي ښاغلي محب په ځواب کې ویلي چې د امریکا د ولسمشر دې پرېکړې ته چې خپل ټول سرتېري له افغانستانه باسي درناوی لري او د هغوی د وتلو په چارو کې او همدارنګه د ډیپلوماټیکو ماموریتونو د ساتنې په ډګر کې به نژدې همکاري وکړي.

ښاغلي ټامپسن د ملي مصالحې د شورا له مشر عبدالله عبدالله سره کتلي او ویلې یې دي تمه لري افغان دولت د سولې ملاتړ ته په مرکز او ولایتونو کې د ملي اجماع پر رامنځته کولو کار وکړي.

د ملي مصالحې شورا د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي ټامپسن افغان سوله د سیمې او نړۍ په ګټه وبلله.

کابل کې پاکستانی پلاوی

هممهاله د پاکستان یو ملکي او پوځي پلاوی چې د څو ورځني سفر په ترڅ کې په کابل کې دی هم د ملي امنیت له سلاکار سره کتلي دي.

د دغه پلاوي مشري د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان کوي او له ښاغلي محب سره یې د افغان سولې، امنیت، سوداګرۍ او د توکو ترانزیټ کې د ستونزو پر حل لارو خبرې کړې دي.

دغه پلاوي یکشنبه کابل کې په دریو جلا ناستو کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له چارواکو او د پاکستان لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني له ځانګړي استازي عمر داودزي سره هم کتلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیا په ترکیه کې د افغانستان او ترکیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي.

له اسلام اباد د کابل غوښتنې

وروستیو کې ارګ پر دې ټینګار کړی چې افغانستان په دې باور دی چې اسلام اباد له طالبانو سره نژدې اړیکي لري او دوی د سولې مذاکراتو ته هڅولی شي.

ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو څو ویناوو کې پر پاکستان مستقیماً غږ وکړ چې له افغانستان سره د دوستۍ او دوښمنۍ ترمنځ یو غوره کړي.

په داسې حال چې د افغان سولې بهیر په ټپه ولاړ دی خو هممهاله د پاکستان پلاوی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړی چارواکی په کابل کې له افغان دولت سره غږېږي، نو د سیاسي چارو څارونکو تمه دا ده چې ټول تمرکز به یې د خبرو اترو پر پیل وي.