افغانستان ته د امریکايي ځواکونو تګ او راتګ د نېټې له مخې

د خپرېدو وخت

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د سې شنبې په ورځ وویل، افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له څلور نیم زرو دوه نیم زرو ته ټیټوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د جنورۍ تر ۲۰ یې واک پای ته رسېږي تل یې بهر کې د امریکا پر پوځي لاسوهنه نیوکه کړې او د ځواکونو کور ته ستنېدل غواړي، خو کانګرس کې د جمهوریپال ګوند ځینې غړي د نوموړي پر دغه پرېکړه اندېښمن دي.

دا مطلب افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمېدلو او ډېرېدلو ته کتنه کوي.

۲۰۰۱ د اکتوبر ۷

افغانستان کې د طالبانو پر مرکزونو د امریکا او برتانیا د هوايي بریدونو پیلېدل.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ بریدونو پسې امریکا له طالبانو وغوښتل چې اسامه بن لادن ور وسپاري، خو طالبانو دا غوښتنه ونه منله او پر افغانستان د امریکا د یرغل سبب شوه.

د ۲۰۰۱ کال ډیسمبر ۷

د طالبانو اصلي مرکز کندهار ښار ونیول شو.

د طالبانو مشر ملا عمر او د القاعده مشر اسامه بن لادن ووتل.

حامد کرزي په بېړنۍ لویه جرګه کې لنډمهالی ولسمشر غوره شو.

د ۲۰۰۱ کال جګړه کې ۱۲ امریکايي پوځیان افغانستان کې ووژل شول.

۲۰۰۲

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۹ زرو ته ورسېد.

په دغه کال افغانستان کې ۴۹ امریکايي سرتېري ووژل شول.

۲۰۰۳

د ایساف په نوم نړیوال ځواکونه د سولې ساتلو لپاره کابل کې مېشت شول.

نړیوالو ځواکو وروستیو کلونو کې خپله دنده د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځوله.

په دغه کال افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۱۳ زرو ته ورسېد.

په دغه کال ۴۸ امریکايي سرتېري ووژل شول.

۲۰۰۴

امریکايي ځواکونو شمېر ۲۰ زرو ته ورسېد.

سوېل کې د تاوتریخوالي ډېرېدو سره ۵۲ امریکايي پوځیان ووژل شول.

۲۰۰۵

افغانستان کې ۱۰۰ امریکايي پوځیان ووژل شول.

شمېر یې بدل نه شو او ۲۰ زره پاتې شو.

۲۰۰۶

افغانستان کې د طالبانو پاڅون بیا پیلېدل.

د ۲۰۰۶ کال ډيسمبر کې امریکا د افغانستان سوېل ته ځینې عملیات وکړل، چې پر طالبانو فشار واچوي.

دې عملیاتو کې څلور زره افغان پولیسو او درې زره امریکايي او نړیوالو سرتېرو ډیورنډ کرښې ته نږدې بریدونه وکړل.

په دغه کال هم ۹۸ امریکايي سرتېري ووژل شول

۲۰۰۷

د امریکايي ځواکونو شمېر ۵۲ زرو ته ورسېد.

دې کال کې تاوتریخوالی نور هم پراخ شو.

د افغان ځواکونو د روزنې سست بهیر او د افغان ملي اردو ځواکونو له دندې تېښته خبرسازه شوه.

په دغه کال ۱۱۷ امریکايي سرتېري ووژل شول.

۲۰۰۸

د طالبانو بریدونه ډېر شول.

د طالبانو پاڅون لا هم ټول هېواد ته خپور شو.

کابل کې ځانمرګي بریدونه او ولایتونو کې ناامني ډېره شوه.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر هم ۳۳ زرو ته ورسېد.

په دغه کال ۱۵۵ امریکايي سرتېري ووژل شول.

۲۰۰۹

افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدو سره بارک اوباما افغانستان ته د ۱۷ زره نورو امریکايي ځواکونو استولو امر وکړ.

افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال سټنلي مک کرېسټل پټ رپوټ کې اوباما ته لیکلي و چې د ځواکونو له ډېرېدو پرته له طالبانو جګړه کې ماتېدل شوني دي.

بارک اوباما افغانستان ته د ۳۰ زره سرتېرو استولو خبره وکړه.

په دغه کال ۳۱۷ امریکايي سرتېري افغانستان کې ووژل شول.

ښاغلي اوباما د ۲۰۱۱ کال جولا کې په ویسټ پاینټ پوهنتون کې د وینا پر مهال له افغانستان د ځواکونو وتلو مهالوېش هم اعلان کړ.

۲۰۱۰

افغان حکومت لندن غونډه کې د امنیتي مسوولیت اخیستلو ته تیاری وښود.

لندن غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغان ملي پوځ شمېر یو لک ۷۱ زره او د پولیسو شمېر یو لک ۳۴ زرو ته زیات شي.

افغان پوځ ته د امنیتي مسئولیت سپارلو پروګرام سره له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۴ کال پای پورې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته ګام په ګام امنیت وسپارل شو.

په دغه کال افغانستان کې د امریکايي پوځ شمېر ۸۴ زرو ته ورسېد.

په دغه کال ۴۹۸ امریکايي پوځیان هم ووژل شول.

۲۰۱۱

بارک اوباما له افغانستان د ځواکونو ګام په ګام وتل اعلان کړل:

"د ۲۰۱۱ کال تر پای لس زره سرتېري له افغانستان وځي او د ۲۰۱۲ کال تر دوبي به نور ۲۳ زره سرتېري هم له دې هېواد را ووځي. د دغه پروګرام له مخې دې امریکايي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه ګام په ګام وتل پام کې ونیسي."

په دغه کال افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ریکارډ کچې ته رسېدلی او ۹۸ زره و.

په دغه کال ۴۱۵ سرتېري ووژل شول.

۲۰۱۲

بارک اوباما له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر پاتېدل هم اعلان کړل.

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لوی قومندان جنرال جان الن وویل له افغانستان ۲۳ زره امریکايي سرتېري ګام په ګام وځي.

د ۲۰۱۲ کال سپټمپر پر ۲۱ د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر لیون پنیټا وویل، ۳۳ زره امریکايي سرتېري چې پر ۲۰۱۰ کال د طالبانو سره جګړې ته استولي شوي وو له افغانستان ووتل.

په دغه کال د امریکايي ځواکونو شمېر ۹۰ زرو ته ورسېد.

دا هم وویل شول چې افغانستان کې په دغه کال ۳۱۰ سرتېري وژل شوي دي.

۲۰۱۳

د امریکايي ځواکونو وتل چټک شول.

افغانستان کې یې شمېر تر ۶۳ زرو ته ټيټ شو او د کال تر پای هم ۴۶ زرو ته ورسېد.

د ۲۰۱۳ کال جون کې ناټو د پوځي عملیاتو عمومي مشري افغان پوځ ته وسپارله.

په دغه کال ۱۲۸ امریکايي پوځیان افغانستان کې وژل شوي وو.

۲۰۱۴

امریکايي ځواکونه ۳۷ زرو پورې کم شول.

د امریکايي ځواکونو وتلو او افغان پوځ ته د امنیتي مسئولیت بشپړېدو سره دغه کال کې ۵۵ امریکايي سرتېري ووژل شول.

۲۰۱۵

پوره امنیتي مسئولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

امریکايي ځواکونو شمېر ۹ زرو ته ټيټ شو.

په دغه کال ۲۲ امریکايي پوځیان ووژل شول.

۲۰۱۶

امریکايي پوځ شمېر بیا هم ۹ زره پاتې شو.

په دغه کال یې ۱۳۳ سرتېري ووژل شول.

۲۰۱۷

امریکايي ځواکونو شمېر ۸ زرو ته ټيټ شو.

۱۵ سرتېري یې هم ووژل شول.

۲۰۱۸

امریکايي ځواکونو شمېر ۱۴ زرو ته پورته شو.

ټول کال کې یې ۱۴ سرتېري ووژل شول.

امریکايي او طالب استازو د ۲۰۱۸ کال اکتوبر پر ۱۲ د قطر دوحه کې د سولې خبرې پیل کړې.

۲۰۱۹

ولسمشر ټرمپ د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره وکړه.

په دغه کال افغانستان کې ۱۲ زرو سرتېري و او ۲۴ هم پکې ووژل شول.

یوه ځانمرګي برید کې د امریکايي سرتېري وژل کېدو پسې ولسمشر ټرمپ د طالب او امریکايي استازو خبرې وځنډولې.

د ۲۰۲۰ فبروري

دوحه کې د طالبانو او امریکا د سولې تړون زلمي خلیلزاد او ملا برادر لاسلیک کړ.

د امریکايي پوځ شمېر ۸۶۰۰ ته ورسېد.

۲۰۲۰ نومبر

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وویل، د ولسمشر ټرمپ په امر له افغانستان د راتلونکې جنورۍ تر ۱۵ د امریکايي پوځ شمېر ۲۵۰۰ ته کموي.

د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ تر پای ته رسېدو ۵ ورځې مخکې دا سرتېري کمېږي.

سرچینه: د امریکا دفاع وزارت او http://icasualties.org