تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جنرال مېلر: طالبان مو پوهولي چې تاوتریخوالی پیلول به لویه تېروتنه وي
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، طالبان یې پوهولي چې تاوتریخوالي ته ستنېدل به د افغانستان لپاره ناورین وي.
جنرال سکاټ مېلر یکشنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د می میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو برید د طالبانو تېروتنه وي، او که داسې کوم برید کېږي کلک ځواب به ورکړي.
نوموړي وویل: "لکه مخکې مې چې وویل، که طالبان تاوتریخوالي ته ستانه شول، بې معنا کار او ناورین به وي. که له تاوتریخوالي سره مخامخ شوو، وسایل او امکانات لرو. که پر بهرنیو ځواکونو او هغو واحدونو چې افغان ځواکونو سره مرسته کوي، برید وشي، کلک ځواب ورکوو. که هغوی تاوتریخوالی کوي، نو تېروتنه کوي".
د جنرال مېلر له دې خبرداري وړاندې طالبانو ویلي وو، که بهرني ځواکونه د می میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ونه وځي، دوی یې ښایي پر ضد وسلواله مبارزه پیل کړي.
افغانانو ته د پوځي اډو او وسایلو سپارل
جنرال مېلر همدارنګه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د اډو د تشولو خبره وکړه او زیاته یې کړه، ناټو به خپلې ټولې نظامي اډې افغان ځواکونو ته سپاري.
جنرال سکاټ میلر زیاته کړې، د ځینو پوځي اډو د خوشي کولو چاره پیل شوې او ژر به افغان ځواکونه د داسې اډو د ساتنې او کارونې مسوولیت ولري چې یو شمېر یې کابو دوه لسیزې د بهرنیو ځواکونو له خوا کارول شوې دي.
د شنبې پر ورځ د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست هم ویلي وو، امریکايي ځواکونه یوازې د بګرام، مزار او کابل په اډو کې مېشت دي او دا هډې به هم تر څو راتلونکو ورځو افغان ځواکونو ته وسپاري.
افغان چارواکو همدارنګه ویلي، نړیوال ځواکونه به افغان پوځ ته د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت پوځي وسایل هم وسپاري.
جنرال مېلر په دې اړه وویل: " د وسایلو په اړه موږ اوس کار کوو. یو شمېر تجهیزات به امریکا ته ولېږدوو. خو که لېږدولو ته یې اړتیا نه وه، نو باید ډاډ تر لاسه کړو چې افغان ځواکونو ته یې وسپارو".
له بل لوري امریکايي رسنیو هم له افغانستانه د وتونکو بهرنیو ځواکونو له خوا د هغو وسایلو د راټولولو خبره کړې ده چې پتېیل شوې له ځانه سره یې ولېږدوي.
د امریکايي رسنیو د خبر پر بنسټ، د راټولېدونکو وسایلو ډېره برخه به د هوا له لارې امریکا ته ولېږدوله شي او پاتې به یې د پاکستان او منځني اسیا له لارو تر امریکا ورسول شي.
د دغو رسنیو په وینا، هغه وسایل چې امریکا ته د لېږدولو وړتیا نه لري او افغان ځواکونو ته هم په درد نه خوري، نو په قراردادیانو به وپلورل شي.
اوسمهال په افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکايي او ۷۰۰۰ د ناټو سرتېري مېشت دي چې پتېیل شوې د امریکا او متحدانو د نوې ستراتېژۍ له مخې به د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر یوولسمې له افغنستانه ووځي.