افغانستان نه د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته د ترهګرۍ ضد مبارزه به څنګه کېږي؟

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, فرانک ګارډنر
- دنده, د بي بي سي امنیتي خبریال
- د خپرېدو وخت
د امریکا، بریتانیا او ناټو جګړه ییز ځواکونه را روان اوړی له افغانستان وځي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان پیاوړي شوي او ترڅنګ یې القاعده او اسلامي دولت (داعش) هم بریدونه ډېر کړي دي. اوس پوښتنه دا ده چې لویدیځ به د پوځ حضور له پای او د نظامي سرچینو له ایستلو وروسته د دغه خطر مخه څنګه نیسي؟
لویدیځ استخباراتي چارواکي په دې باور دي چې ترهګرې ډلې لا هم غواړي افغانستان کې له خپلو پټنځایونو د سپتمبر د ۱۱مې په څېر د بریدونو دسیسې جوړې کړي.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن لخوا د ځواکونو ایستلو لپاره د ټاکلې نیټې رانږدې کېدو ته په کتو دې ننګونې د بریتانیا د پالیسيو مشران اندېښمن کړي دي. په دې لړ کې د بریتانیا لوی درستیز جنرال سر نیک کارټر په دې وروستیو کې ویلي: "دا هغه پایله نه ده چې موږ یې هیله درلوده."
په داسې حال کې چې افغانستان د یوه نامالوم برخلیک پر لور ګامونه اخلي، د دې جدي خطر شته چې تېر شل کاله د ترهګرۍ ضد برخه کې په خورا لوړه بیه شوي پرمختګونه او لاسته راوړنې له لاسه ووځي.
د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال انسټیټیوټ کې د سیمه ییز امنیت کارپوه جان راین وايي: "ستونزه دا ده چې وضعیت په ډېره چټکۍ او په داسې څه بدلېدونکی دی چې افغان حکومت یې ان له لرې واټن د امریکا له ملاتړ سره سره تاب نشي راوړی."
خو ولسمشر بایډن پر خپله خبره ولاړ دی. هغه په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ کلونو کې چې د بارک اوباما اداره کې مرستیال ولسمشر و -افغانستان ته د سفر پر مهال ویلي و چې دغه هېواد کې د ملت جوړونې هڅې د وخت ضیاع ده او متحدو ایالتونه باید د دې پر ځای د ترهګرۍ پر ضد د خپلو هوايي بریدونو او د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر تګلاره تمرکز وکړي.
خو پنټاګون بیا له دغه وړاندیز سره مخالفت وښود او د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرټ ګېټس په خپلو یاداښتونو کې ښاغلی بایډن داسې شخص وباله چې "د تېرو څلورو لسیزو پر مهال یې د بهرني سیاست او ملي امنیت په نږدې هره مهمه موضوع کې تېروتنه کړې ده."
اوس پوښتنه دا ده چې د سپتمبر تر یوولسمې وروسته به افغانستان کې د لویدیځوالو د ترهګرۍ ضد مبارزه عملآ څرنګه پر مخ ځي؟
ډرون بریدونه

د عکس سرچینه، Getty Images
دا بریدونه ښايي د پام وړ ډېر شي. د اوباما د ادارې پر مهال هم چې جو بایډن ورسره مرستیال ولسمشر و، د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه ډېر کېدل. هغه مهال دا بریدونه تر ډېره له ډېورنډ کرښې هاخوا په قبایلي سیمو او د یمن بېدیاو کې د القاعده شبکې د مشرانو په پټنځایونو متمرکز وو.
استخباراتي افسران وايي دغو پرله پسې بریدونو د القاعده شبکې فعالیتونه اغېزمن کړي وو، ځکه قومندانان یې د ځان د خوندیتوب لپاره اړ وو چې تل حرکت کې واوسي او پر یوه ځای له یوې یا دوو ډېرې شپې پاتې نه شي.
دغه کار د هغوي ترمنځ د تماسونو وړتیا محدوده کړې او پر دې نه پوهېدل چې له چا سره به تر لیدو وروسته د دغه نه لیدل کېدونکي دښمن د توغندي د اور خوراک ګرځي.
ډرون بریدونه دومره ساده، بې لانجې او له خطر تش هم نه دی. خو دغه خطر سره د دغو بې پیلوټه الوتکو چلوونکي مخ نه دي چې زرګونه کیلومتره هاخوا د نېواډا یا لېنکلېنشیر د یوې پوځي اډې په ایرکنډیشن لرونکې خونه کې ناست وي، بلکې هغه ملکیان ورسره مخامخ دي چې د هدف او د برید د ځای شاوخوا موجود وي.
د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو له لارښود او د خوندیتابه له لارښوونو سره سره، وروستۍ دقیقه کې د برید ځای ته د ملکیانو د ورتګ او "جانبي زیان" خطر شته چې دا کار څو ځله عراق او سوریه کې شوی هم دی.
امریکایانو د داعش پر یوه جلاد محمد اېموازي "جهادي جان" څو ځله هوايي برید یوازې د دې لپاره لغوه کړی چې نږدې ورسره ملکي کسان لیدل شوي وو.
یمن کې هم خلک له بې پیلوټه الوتکو ښه خاطره نه لري. د بشري حقونو فعالان ادعا کوي چې دغو الوتکو یمن کې په وار وار پر قومي غونډو د وسله والو په ګومان بریدونه کړې دي.
خو افریقا کې بیا کیسه بل ډول ده. د سور سمندر پورې غاړه د جیبوټي بهرنیو چارو وزیر ان د کمرې پر وړاندې دې ته چمتو شو چې په خپل ګاونډ کې د سومالیا د الشباب وسله والو پر خلاف د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو هرکلی وکړي.
استخباراتي شبکې

د عکس سرچینه، Reuters
سي ای اې - ایم ای شپږ او نورو استخباراتي ادارو د تېرو شلو کلونو پر مهال د افغانستان له استخباراتو 'این ډي ایس' سره نږدې کاري اړیکي جوړ او د ګواښونو په پېژندلو او لمنځه وړلو کې مرسته کړې ده. دوی دا هڅه هم کړې چې د ځینو اشخاصو د وحشیانه تګلارو مخه هم ونیسي.
د لویدیځ یوه امنیتي چارواکي روانه اوونۍ وویل: "موږ به بیا هم 'این ډي ایس' سره د پام وړ مرستې جوګه واوسو. یوازې دومره ده چې عملیاتي موډل مو تعدیل شي."
دا تصور له امکانه لېرې نه دی چې طالبان به بالاخره د افغانستان د راتلونکي حکومت برخه وګرځي. نو ایا لویدیځ به دوی سره له دومره کلونو جګړې وروسته د استخباراتي مالوماتو شریکولو ته چمتو شي؟
امنیتي چارواکي وايي "د دغه کار تصور به ډېر سخت وي."
بنسټیزه پوښتنه دا ده چې ایا طالبان به دوحه کې پر خپله دې کړې ژمنه ودرېږي چې القاعده شبکې سره اړیکې پرې کوي؟ ځکه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له بریدونو کلونه کلونه وړاندې دغو پیل شویو اړیکو اوس تاریخي، کورنی او قومي رنګ اخیستی.
طالبان اوس ځیرک او پر دې پوه شوي چې که رښتیا غواړي افغانستان کې د نړیوالو لخوا په رسمیت د یوه پیژندل شوي راتلونکي حکومت برخه ګرځي، نو دا کار له ترهګرو بلل شویو ډلو سره خواپخوا د درېدو له لارې ممکن نه دی.
بریتانیا کې د ایډن انټلجنس فکري مرکز مدیر ګاوین مکنیکول وايي په طالبانو باور ساده توب دی: "داسې ښکاري چې د امریکا اداره په خپله ناممکنه خیالي نړۍ کې اوسي، (داسې انګیري) چې طالبانو له القاعده او داعش سره اړیکي پرې کړي او د بېرته ورګرځېدو اجازه به ورنکړي. دوی (طالبان) پر خپله خبره نه درېږي، وبه هم نه درېږي او دا کار هېڅکله کولی هم نشي."
د ځانګړو ځواکونو چاپې

د عکس سرچینه، Getty Images
د لومړي لاس استخباراتي مالوماتو پر بنسټ د بریتانیا او امریکا د محدود شمېر ځانګړو ځواکونو د ډلګیو شپنيو عملیاتو د وسله والو قومندانانو او د هغوي شبکو ته درانه زیانونه اړولې دي.
د "ونیسه یا ووژنه" دا ډلګۍ د شپې له مخې چورلکو کې د ټاکلي هدف ځای ته له رسیدو وروسته پلې ګزمې کوي. دوی د افغانستان له ځانګړو ځواکونو سره په نږدې همکارۍ چارې پر مخ وړي او ګڼ پلان شوي بریدونه یې شنډ کړي دي.
که چېرې دغه علیمات له راتلونکي سپتمبر وروسته هم دوام کوي، نو له بهره به ترسره او یا لږ تر لږه پلانېږي.
په دې توګه به دغو عملیاتو کې د ځنډ او یا یې د ترسره کېدو لپاره له وړاندې د ورکول کېدونکي خبرداري د مالوماتو د وتلو امکان ډېر وي.
د دا ډول علمیاتو لپاره مناسب وخت او ځای هم داسې څه نه دي، چې سملاستي دې وټاکل وشي.
د نویو اډو موندل

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان ختیځ کې یوه پټه او محرمه پوځي اډه چې د امریکا ځانګړو ځواکونه ترې "د لومړې کچې ارزښتمنو اهدافو" خلاف د عملیاتو لپاره د ټوپ د تختې په توګه ګټه اخلي، د تړل کېدو په حال کې ده.
دا د داعش او القاعده غړو ته چې اوس په نیمه شپه یو ناڅاپه د امریکا د خورا پیاوړو او مجهزو ځواکونو د ورسېدو اندیښنه لري، ښه خبر دی او له دې اړخه به یې وېره راکمه کړي.
پوښتنه دا ده چې په سیمه کې اوس کوم بل ځای د دې مناسب بدیل ګرځېدای شي؟
له جغرافیايي پلوه یې پاکستان تر ټولو غوره او څرګند بدیل دی، خو په لویدیځ کې دا ژور شک شته چې د پاکستان د پوځي استخباراتو (ای ایس ای) ځیني عوامل، له توندلارو اورپکو ډلو سره اړیکي پالي.
سي ای اې چې کله د ۲۰۱۱ کال په می میاشت پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د نیولو یا وژلو لپاره عملیات کول نو غوره یې وګڼله چې پاکستان خبر نه کړي او ځانګړي ځواکونه یې د همدې لپاره له رادار په پټو پاتې کېدونکو چورلکو کې د پاکستان هوايي حریم ته ننوتل.
دوی وېرېدل چې څوک اسامه ته د تښتېدو مالومات ورنکړي. نو د همدې لپاره تر پاکستان عمان ښه احتمالي بدیل کیدای شي.
دغه باثباته لویدیځ پلوه سلطنت وار له مخه هم بریتانیا ته د سترو پوځي اډو ځای ورکړی. دا اډې د عمان په ثمریت او د هند سمندر سواحلو کې په پراته دقم ښار کې دي.
خو دقم له افغانستان څه باندې ۱۰۰۰ مایله واټن لري او د عملیاتو لپاره د ځانګړو ځواکونو لېږدونکې الوتکې باید بیا هم د پاکستان له فضايي حریم تېرې شي.
د بحرین امکان هم شته چې بریتانیا پکې له وړاندې د "ایچ ایم ایس جوفایر" په نوم د سمندري ځواکونو یوه کوچنۍ خو د امریکا سمندري ځواکونو بیا ډېره ستره اډه لري.
د مرکزي اسیا هېوادونه هم له پامه نشي غورځول کېدای، چې د افغانستان د شمالي پولې ګاونډي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د ازبکستان په سویل ختیځ کې د کارشي خان اباد "کې ۲" په نوم د شوروي له یوې پخوانۍ پوځي اډې ګټه اخیستل پیل کړل. خو امریکايي ځواکونه په ۲۰۰۵ کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو له خرابېدو وروسته له ازبکستان ووتل.
اوس که ازبکستان امریکايي ځواکونو ته بېرته د ورګرځېدو بلنه هم ورکړي دا کار لانجمن ښکاري، ځکه رپوټونه وايي دا اډه په کیمیاوي او راډیو اکټیف موادو خورا لړلې ده.
حقیقت دا دی چې د افغانستان په ستوغو او غرنیو برخو کې د القاعدې او داعش د محدود ساتلو چاره سختېدونکې ده. داسې اسان بدیل نشته، چې منابع هلته ځای پر ځای او د اړیا پر مهال لنډ وخت کې ترې ګټه واخیستل شي.
نو د دغو بهرنیو ترهګرو اعلان شویو ډلو خلاف د مقابلې ډېرې هیلې د افغانستان د حکومتونو په لیوالتیا او غیزمنتیا پورې تړلې دي.
جان راین چې پخوا یې د بریتانیا حکومت کې د لوړې کچې دنده درلوده د یوې ناوړه راتلونکې وړاندوینه کوي. نوموړی وايي افغانستان به د توندلارۍ د اوسنیو ریښو ترڅنګ د بهرنیو لوبغاړو لخوا هلته د ترهګریزو وړتیاو د درلودو د هڅو له کبله د ترهګرۍ د نوي نسل د ګواښونو په ځاله واوړي.




















