د سولې خبرې: د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ ملګري ملتونه وايي هڅې یې نه دي دریدلې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د ترکیې د بهرینو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په ترکیه کې د افغان سولې په هکله غونډه کړې.

له دې غونډې وروسته یوه ګډه اعلامیه هم خپره شوې، چې پکې ویل شوي، د غونډې ګډونوال په دې اند دي چې تلپاتې سوله د هغه هراړخیز سیاسي بهیر له لارې ترلاسه کیدلی شي چې رهبری او مالکیت یې د افغانانو په مشرۍ وي.

دا ناسته داسې مهال کېږي چې د افغانستان سولې اړوند د استانبول ناسته ځنډيدلې ده.

ټاکل شوې وه چې د استانبول ناسته د اپریل په ۲۴مه نېټه د متحده ایالاتو ، ملګرو ملتونو او قطر لخوا د ترکیې په کوربتوب جوړه شي، خو طالبانو وویل چې دوی به پکې ګډون و نه کړي.

طالبانو ویلي، تر هغې چې د دوحې تړون سره سم ټول بهرني ځواکونه له افغانستان وتلي‌ نه وي، دوی به هېڅ‌ داسې ناسته کې ګډون نه کوي چې د افغانستان برخلیک په اړه پکې پرېکړه کېږي.

بل لور ته له نننۍ غونډې وروسته په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:

''په درې اړخیزه غونډه کې د بهرنیو چارو وزیران یادوونه کوي چې ځنډول شوی استانبول کنفرانس به له ټولو اړوندو خواو سره له خبرو وروسته هغه وخت ترسره شي چې شرایط د مانا لرونکو مذاکراتو پرمختګ لپاره چمتو وي. له همدې امله، له ټولو خواوو په ځانګړې توګه له طالبانو غوښتنه کوي چې د افغانانو، سیمې او نړیوالې ټولنې له ارمان سره سم په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه، د خبرو اترو له لارې هراړخیزې سولې ته رسېدلو په موخه خپله ژمنتیا بیا په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړي. ''

په اعلامیه کې ویل شوي، د غونډې ګډونوالو په دوحه کې د افغانستان د سولې بهیر پر ملاتړ ټینګار وکړ او په استانبول کې د لوړې کچې ناستې لپاره د ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو د هلو ځلو درناوی کوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر چې پر کورونا وېروس د اخته کېدو له کبله یې دغه غونډه کې له انلاین لارې ګډون کړی و، په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو مننه کوي چې د سوله ییز، یو موټی او خپلواک افغانستان ملاتړ کوي.

نوموړی زیاتوي: ''موږ تاو تریخوالی وغانده او له طالبانو مو وغوښتل چې سملاسي اوربند وکړي او مذاکراتو ته ستانه شي. ''

له دې مخکې د سیاسي چارو او سولې لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روز ماري دي کارلو په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي چې د استانبول غونډې له ځنډیدو سره د ملګرو ملتونو هڅې نه دي دریدلې او ښکېلو غاړو سره په مرسته د تلپاتې سیاسي حل لارې ملاتړ کوي.

د استانبول د غونډې ځنډیدا او د نړیوالو ځواکونو د وتلو اعلان د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي، خو افغان ولسمشر لا هم له طالبانو سره د مذاکرې له لارې په سیاسي جوړجاړي ټینګار کوي.

همدارنګه افغان حکومت په کراتو سوله کې د پاکستان رول اړین بللی خو تل یې د پاکستان په عمل نیوکه کړې ده.

یاده دې وي‌ چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې به خپل ټول پوځیان له افغانستان وباسي.

د امریکا له دې اعلان سره هم ناټو هم تر همدې نېټې د خپلو پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ.‌