د سولې خبرې: د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ ملګري ملتونه وايي هڅې یې نه دي دریدلې

د عکس سرچینه، MOf
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د ترکیې د بهرینو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په ترکیه کې د افغان سولې په هکله غونډه کړې.
له دې غونډې وروسته یوه ګډه اعلامیه هم خپره شوې، چې پکې ویل شوي، د غونډې ګډونوال په دې اند دي چې تلپاتې سوله د هغه هراړخیز سیاسي بهیر له لارې ترلاسه کیدلی شي چې رهبری او مالکیت یې د افغانانو په مشرۍ وي.
دا ناسته داسې مهال کېږي چې د افغانستان سولې اړوند د استانبول ناسته ځنډيدلې ده.
ټاکل شوې وه چې د استانبول ناسته د اپریل په ۲۴مه نېټه د متحده ایالاتو ، ملګرو ملتونو او قطر لخوا د ترکیې په کوربتوب جوړه شي، خو طالبانو وویل چې دوی به پکې ګډون و نه کړي.
طالبانو ویلي، تر هغې چې د دوحې تړون سره سم ټول بهرني ځواکونه له افغانستان وتلي نه وي، دوی به هېڅ داسې ناسته کې ګډون نه کوي چې د افغانستان برخلیک په اړه پکې پرېکړه کېږي.
بل لور ته له نننۍ غونډې وروسته په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:
''په درې اړخیزه غونډه کې د بهرنیو چارو وزیران یادوونه کوي چې ځنډول شوی استانبول کنفرانس به له ټولو اړوندو خواو سره له خبرو وروسته هغه وخت ترسره شي چې شرایط د مانا لرونکو مذاکراتو پرمختګ لپاره چمتو وي. له همدې امله، له ټولو خواوو په ځانګړې توګه له طالبانو غوښتنه کوي چې د افغانانو، سیمې او نړیوالې ټولنې له ارمان سره سم په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه، د خبرو اترو له لارې هراړخیزې سولې ته رسېدلو په موخه خپله ژمنتیا بیا په ډاګه کړي. ''
په اعلامیه کې ویل شوي، د غونډې ګډونوالو په دوحه کې د افغانستان د سولې بهیر پر ملاتړ ټینګار وکړ او په استانبول کې د لوړې کچې ناستې لپاره د ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو د هلو ځلو درناوی کوي.

د عکس سرچینه، MOf
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر چې پر کورونا وېروس د اخته کېدو له کبله یې دغه غونډه کې له انلاین لارې ګډون کړی و، په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو مننه کوي چې د سوله ییز، یو موټی او خپلواک افغانستان ملاتړ کوي.
نوموړی زیاتوي: ''موږ تاو تریخوالی وغانده او له طالبانو مو وغوښتل چې سملاسي اوربند وکړي او مذاکراتو ته ستانه شي. ''
له دې مخکې د سیاسي چارو او سولې لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روز ماري دي کارلو په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي چې د استانبول غونډې له ځنډیدو سره د ملګرو ملتونو هڅې نه دي دریدلې او ښکېلو غاړو سره په مرسته د تلپاتې سیاسي حل لارې ملاتړ کوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د استانبول د غونډې ځنډیدا او د نړیوالو ځواکونو د وتلو اعلان د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي، خو افغان ولسمشر لا هم له طالبانو سره د مذاکرې له لارې په سیاسي جوړجاړي ټینګار کوي.
همدارنګه افغان حکومت په کراتو سوله کې د پاکستان رول اړین بللی خو تل یې د پاکستان په عمل نیوکه کړې ده.
یاده دې وي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې به خپل ټول پوځیان له افغانستان وباسي.
د امریکا له دې اعلان سره هم ناټو هم تر همدې نېټې د خپلو پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ.


















