په ۲۰۲۱ کې د رسنیو ازادي: د افغان خبریالانو د هدفي وژنو جدي څېړنه دې وشي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بې پولې خبریالانو بنسټ په تازه ډلبندۍ کې د خبریالانو د هدفي وژنو په تړاو له افغان حکومت غوښتل شوي چې په اړه یې جدي څېړنه وکړي. افغانستان ددې سازمان د ۲۰۲۱ کال ډلبندۍ ۱۸۰ هېوادونو په کتار کې ۱۱۲ ځای لري.
د بې پولې خبریالانو بنسټ هر کال په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ په اړه د خپلې ډلبندۍ رپوټ خپروي، چې وايي په ۱۳۰ هېوادونو - یعنې د نړۍ د ټولو هېوادونو په سلو کې ۷۳ "په بشپړ یا نسبي ډول خبریالي له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې ده."
یاد بنسټ وايي، افغانستان د خبریالانو لپاره لاهم ناوړه ځای دی.
د محدودیتونو لګېدل او د خبري پوښښ خنډ او ځنډ د خبریالانو له اصلي ستونزو ګڼل شوي.
په دې رپوټ کې د کورونا وبا ته په اشاره پر ګڼو هېوادونو نیوکې شوې چې د خبریالانو پر کارونو یې هم محدودیتونه لګولي دي.
د بې پولې خبریالانو په رپوټ کې د افغانستان په اړه خبرداری ورکړل شوی چې د خبریالانو هدفي وژنې رسنیو ته یو لوی ګواښ دی.
رپوټ کاږي: "په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ وېروس سربېره، په دې هېواد کې یو بل وېروس هم زیان رسوونکی دی. د سختدریځۍ له تاوترخوالي ډک وېروس چې خبریالان، په تېره ښځې خبریالانې پکې په نښه شوې دي".
ددې رپوټ پربنسټ، یوازې په ۲۰۲۰ کال کې، لږترلږه شپږ خبریالان او د رسنیو کارمنان په هدفي ډول وژل شوي. د روان میلادي کال له پیله تر اوسه څلور نور خبریالان وژل شوي دي.
دا رپوټ افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره لاهم خونړی هېواد بولي.
په رپوټ کې ایران د ډلبندۍ ۱۷۴ ځای لري.
رپوټ د اروپا په شمال کې په ټوله کې د نورې نړۍ پرتله د رسنیو لپاره یوڅه غوره ګڼل شوی.





















