د جمعیت اسلامي ګوند خپلمنځي جنجال؛ صلاح الدین رباني د عطا محمد نور غونډه له دغه ګوند سره تړلې نه بولي

د عکس سرچینه، RABANI
د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانى وزیر او د جمعیت اسلامي یو مشر صلاح الدین رباني د پنجشنبې په ورځ د دغه گوند مشرۍ ته د عطا محمد نور ټاکل کېدو ته غبرګون کې وايي، دا کسان له جمعیت ګوند سره کوم تړاو نه لري او د ياد ګوند د مشر په توګه د عطام محمد نور ټاکل کېدل ردوي.
د بلخ پخواني والي عطا محمد نور کابل کې د پنجشنبې په ورځ په يوه غونډه کې چې د جمعیت اسلامي ګوند کنګرې په نوم یې جوړه کړې وه د دې ګوند د بېلې شوې څانګې مشر غوره شو.
په ټاکنو کې له عطا محمد نور سره حفیظ منصور او قدریه یزادان پرست هم د گوند مشرۍ لپاره سیالي کوله.
ښاغلي نور له ۷۵ د ۶٥ رایو په خپلولو دا سيالي وگټله. مقابل کې حفيظ منصور ۷ او قدریه یزادان پرست درې رايې ترلاسه کړې وې.
له ټاکنو وروسته عطا محمد نور د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې د دوی د حق، هویت او واک کې د ګډون دفاع به وکړي او ترې به شا ته نشي.
په دې غونډه کې د جمعیت اسلامي ځینې مشهورو څېرو، لکه د برېښنا او انرژۍ پخواني وزیر محمد اسماعیل خان، د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني او ځینې نورو مشهورو غړو هم ګډون درلود.
د جمعیت ګوند د مشرۍ پر سر د صلاح الدین رباني او عطا محمد نور ترمنځ له نژدې اتو میاشتو جنجال و چې پایله کې یې دا ګوند په دوو څانګو ټوټه شو.
تر دې غونډې وروسته صلاح الدین رباني چې د خپل پلار او د جمعیت اسلامي د بنسټګر برهان الدین رباني له وژل کېدو راهیسې د ګوند مشر دی د عطا محمد نور پرونۍ ټاکنه "سپینه کودتا" بللې ده او د ګوند غړي یې یووالي او اتحاد ته بللي دي.
نوموړي په خپل فیسبوک کې بېګا ناوخته د ګوند په نوم اعلامیه خپره کړې چې په کې راغلي:
"هغه ډله چې څو میاشتې وړاندې د افغانستان اسلامي جمعیت نه جلا شوه او د ځینو یې غړیتوب هم وځنډول شو، نن پنجشنبه د کب میاشتې په ۲۸مه نیټه، د "اسلامي جمعیت د عمومي غونډې" په نامه یوه ناسته جوړه کړه چې اسلامي جمعیت سره کوم تړاو نه لري او له هیڅ ډول قانوني اعتبار هم برخمنه نه وه او د دې ګوند لخوا رد شوې ده."

د عکس سرچینه، NOOR
د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود هم د دغه ګوند په نوم فیسبوک کې یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي:
"هغه ډله چې څو میاشتې مخکې له جمعیت اسلامي افغانستان بېله او د ځینو یې غړیتوب هم وځنډول شو نن یې د اسلامي جمعیت عمومي کنګرې په نوم غونډه کړې چې له جمعیت اسلامي سره هیڅ تړاو او د دې ګوند له نظره حقوقي باور هم نه لري."
د دې غونډې بهیر چې ځینو رسنیو ژوندی خپراوه پکې د ډزو غږونه واورېدل شول چې ورسره غونډه د څو ساعتونو لپاره وځنډول شوه.
ځینې افغان رسنۍ وايي، دې ډزو کې درې کسان وژل شوي او څلور ټپيان دي، خو افغان امنیتي ادارو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
عطا محمد نور دغه برید ته په اشار د چا له نوم اخیستو پرته وویل، چې سیاسي مخالفانو یې دا کار کړی دی او دا برید یې د "ترهګرو" له برید بدتر وباله.
اسلامي جمعیت ګوند
جمعیت اسلامي ګوند د افغانستان یو مطرح ګوند دی چې د افغان شوروي جګړه او پر ۱۳۷۱ کال د مجاهدینو تر بري وروسته یې افغان سیاسي لوبو کې مهم رود درلود.
احمد شاه مسعود، مارشال محمد قسیم فهیم، عبدالله عبدالله او نور مهم سیاستوال د دې ګوند غړي وو.
پر ۲۰۱۱ کال د جمعیت د پخواني مشر او بنسټګر وژل کېدو سره د دې ګوند مشرتابه شورا صلاح الدین رباني د کنګرې تر جوړېدو د ګوند سرپرست کړ.
پر ۱۳۹۶ کال دې ګوند د مشرتابه شورا د ۶۴ کسیزو غړو نوی نوملړ خپور کړ چې د ګوند د دوو مهمو غړو عبدالله عبدالله او امرالله صالح نومونه پکې نشته.

د عکس سرچینه، NOOR
د ۱۳۹۶ کال چنګاښ کې د اسلامي جمعیت د مشرتابه شورا ځینې غړو په بې مخینې او ناڅاپي ګام سره صلاح الدین ربانې د ګوند له سپرستۍ لرې کړ.
دا غونډه د ګوند د اجرايي مشر عطا محمد نور په کور کې جوړه شوې وه.
دې ناسته کې د ګوند دوه مخکښې څېرې صلاح الدین رباني او احمد ضیا مسعود نه وو.
خو هغه مهال ښاغلي نور وویل، چې د مشرتابه شورا په ۶۲ غړو کې ۴۷ کسانو په حضوري یا ناحضوري ډول له دې ټولیزې پرېکړې سره سلا شوي وو.



















