کابل کې درېیو چاودنو پنځه کسان وژلي او دوه ټپیان دي

د عکس سرچینه، Social Media
د کابل پولیس وايي، نن (شنبه، حوت/کب دویمه) د ښار په بېلابېلو سیمو کې درې چاودنې شوې چې د یوې ښځې په ګډون یې لږترلږه پنځه کسان وژلي او دوه نور ټپيان دي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، لومړۍ چاودنه په ځايي وخت اته بجې د دارالامان د عمومي سړک په اوږدو کې حبیبیه لېسې ته څېرمه شوې، چې دوه کسان پکې ټپیان شوي دي.
نوموړی وايي، دویمه چاودنه پنځلس دقیقې وروسته "کارته پروان" سیمه کې وشوه، چې د یوې ښځې په ګډون یې درې کسان ووژل.
درېیمه چاودنه شاوخوا لس بجې د کابل ښار لوېدیځ دهبوري سیمه کې شوې، چې دوه کسان پکې وژل شوي.
د حزب وحدت اسلامي ګوند د سیاسې کمېټې مشر خلیل دره صوفي وايي، په دې چاودنه کې د ده موټر په نښه شوی دی.
نوموړی له چاودنې څو شېبې مخکې له موټره کوز شوی، خو چلوونکی او ساتونکی یې پکې وژل شوي.
د نننیو بریدونو مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د عکس سرچینه، HAJI KHALIL/FACEBOOK
په وروستیو میاشتو کې د کابل په ګډون د افغانستان په ګڼو لویو ښارونو کې هدفي وژنې او د مقناطیسي ماینونو چاودنې ډېرې شوې دي چې مسئولیت چې هېڅوک نه اخلي.
تېره پنجشنبه د کابل پوهنتون ته څېرمه د شرعیاتو پوهنځي د یوه استاد مبشر مسلمیار پر موټر هم مقناطیسي ماین چاودلی و چې دی او یو محصل پکې وژل شوي وو.





















