کابل کې درې چاودنې؛‌ د پنځمې امنیتي حوزې امر ووژل شو

Social media

د عکس سرچینه، Social media

د خپرېدو وخت

د افغانستان پلازمېنه کابل کې چارواکي وايي، دغه ښار کې دوو او پغمان ولسوالۍ کې یوې چاودنې سره دوه کسان ووژل او پنځه ټپیان شول.

دا درې چاودنې له یوې ګړۍ په کم وخت کې شوې دي.

د کابل پولیس وايي، یوه چاودنه د کابل ښار دویمې ناحیې له قوای مرکز سره شوې ده، چې څلور کسان پکې ټپي دي.

تر دې پېښې نږدې ۱۵ دقیقې وروسته او ور څېرمه سیمه برکي برک څلور لارې کې پر بل ګاډي چاودنه شوې او پولیس وايي، دغه پېښه کې دوه کسان وژل شوي او یو ټپي دی.

سرچینې وايي، دویم برید کې د پنځمې امنیتي حوزې مشر محمدزی کوچی هم وژل شوی دی.

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح خپل رسمي فیسبوک کې وايي، چې د نوموړي غچ به واخلي.

ښاغلی صالح طالبان د دې برید مسوول بولي، خو وسلوالو طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

افغانستان

د عکس سرچینه، VPO1

د عکس تشریح، د پنځمې امنیتي حوزې مسوول محمدزی کوچی

د کابل پولیس وايي، د دغه ولایت پغمان ولسوالۍ کې هم د پولیسو پر موټر چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.

ولایتونو په تېره کابل کې له څو میاشتو راهیسې ورته چاودنې او بریدونه هره ورځ کېږي.

پرون هم د دغه ښار په داوود باغ سیمه کې د وردګو ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس او ور سره درې همکاران یې په وسلوال برید کې ووژل شول.

تر دې پېښې مخکې د ښار په زړو مکرویانو کې د بهرنیو چارو وزارت د یوه کارمن پر ګاډي ماین چاودنه وشوه چې د دې وزارت په خبره، په دې پېښه کې موټروان وژل شوی دی.

امریکایانو ته له مرګ ژوبلې پرته کال

ذ

د عکس سرچینه، Getty Images

دا بریدونه او تاوتریخوالی په داسې مهال ډېر شوی چې د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې له تېر سپټمبر را هیسې په دوحه کې د افغان سولې خبرې روانې دي.

دې تړون کې راغلي چې وسلوال طالبان پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کوي، له افغان حکومت سره د سولې خبرې کوي او تاوتریخوالی هم کموي.

په بدل کې امریکايي ځواکونه تر سږنۍ مۍ له افغانستان وځي.

د امریکا فاکس نیوز وايي، امریکايي ځواکونو تېرو شلو کلونو کې اول ځل تېر کال له مرګ ژوبلې پرته تېر کړ.

دا رسنۍ خپل تازه رپوټ کې وايي، د ۲۰۲۰ کال د فبروري په اتمه دوه امریکايي پوځیان وروستي سرتېري وو چې افغانستان کې ووژل شول.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو او امریکا د سولې تړون د تېرې فبروري پر ۲۹ دوحه کې وشو.

خو امریکا پر طالبانو تور لګوي چې له امریکا سره پر تړون سم ولاړ نه دي او دوی به دا تړون وارزوي.

امریکايي چارواکي دا هم وايي، چې ممکن تر مۍ وروسته هم افغانستان کې امریکايي ځواکونه پاتې شي.

خو وسلوال طالبان وايي، له امریکا سره د تړون پر ژمنو ولاړ دي او خبرداری ورکوي که امریکايي ځواکونه له ټاکلې نېټې وروسته افغانستان کې پاتې شي، دوی به له سره بریدونه پرې وکړي.

د ویډیو تشریح، افغان حکومت: طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی