کابل کې د ایټالیا سفارت پر یوه ګاډي چاودنه شوې

د عکس سرچینه، Social Media
یوې افغان امنیتي سرچینې بي بي سي ته منلې چې نن ګهیځ (دوشنبه، دلو/سلواغه ۶) د ایټالیا سفارت پر یوه زغرهوال ګاډي چاودنې شوې، خو چا ته پکې زیان نه دی اوښتی.
یاده سرچینه وايي، په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی، خو د سفارت موټر او د اقتصاد وزارت یو ګاډی چې د چاودنې پرمهال ورته نژدې و، زیانمن شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې د یوه ډیپلوماتیک بنسټ ګاډی په نښه کېږي.
د نننۍ چاودنې مسئولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.
د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز دا پېښه تاییدوي او وايي، چاودنه نن ګهیځ شاوخوا اوه نیمې بجې د کابل ښار څلورمې ناحیې اړوند دویم پروان سیمه کې پر لنډکروزر موټر شوې ده.
بل خوا، د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې د ماین چاودنې شپږ کسان ټپیان کړي دي.
په دې پېښه کې د سړک غاړې ماین پر یوه مسافر وړونکي موټر چاودلی دی.
په وروستیو ورځو کې افغانستان کې د جګړې په ډېرېدو سره د هېواد په لویو ښارونو، په تېره کابل کې د سړک غاړې د ماینونو او مقناطیسي ماینونو چاودنې هم ډېرې شوې.
تېره ورځ هم د افغانستان بانک د کارمنانو پر یوه موټر مقناطیسي ماین چاودلی و چې یو کس پکې وژل شوی او دوه نور ټپیان وو.

د عکس سرچینه، Social Media
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ورځنیو امنیتي غونډو په درشل کې نن پر خپله فېسبوکپاڼه خلکو ته ډاډ ورکړی چې د ماینونو ستونزې ته یې یو ښه حل موندلی دی.
نوموړي نور جزییات نه دي ورکړي چې د ماینونو، په تېره مقناطیسي ماینونو د مخنیوي لپاره یې څه ډول ابتکار کړی دی.
که څه هم افغان حکومت د دا ډول پېښو پړه نېغ په نېغه پر وسله والو طالبانو اچوي، خو دا ډله وايي دوی ولسي خلک نه په نښه کوي.




















