د حساب ورکولو بهیر؛ حکومت له ۵۰۰ میلیارده افغانۍ بودیجې ۸۷ سلنه لګولې

د خپرېدو وخت

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار وحید عمر وايي په پروسه کې به د دولت ټول بودیجوي واحدونه، چې لګښتونه، عواید او پروژې لري په مرکز او ټولو ولایتونو کې مستقیما د رسنیو له لارې ملت ته د تېر یوه کال د کړنو حساب ورکوي.

دا د دولت لخوا ملت ته د حساب ورکولو د پروسې شپږم پړاو دی.

دا پروګرام د پخواني ولسمشر حامد کرزي واک پر مهال پیل شوی خو بیا وځنډېدو او په ۲۰۱۸ کال کې له نږدې یوې لسیزې وروسته له سره پیل شو.

ښاغلی عمر د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو او د ولسي او حکومت ترمنځ د ۱۴۰۰ کال د بودیجې پر سر ناندریو ته په اشارې وايي "سږ کال دا پروسه د دې لپاره هم ډېره مهمه ده چې افغاستان په یوه تاریخي پړاو کې دی".

ښاغلی عمر د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ د بودیجې پر سر ناندرۍ د دیموکراتیکو نظامونو اصل ګڼي او وایي "طالبان هم باید دا واقعیت درک کې چې نن دولتي بنسټونه راځي د افغانستان خلکو ته د رسنیو له لارې د خپلو کړنو راپور ورکوي".

د دې لړۍ پیل کې نن (چهارشنبه د سلواغې/دلو ۱) د مالیې وزارت چارواکو د حکومت د رسنیو مرکز کې د تېر کال د کړنو په اړه د حساب ورکولو غونډه جوړه کړې وه.

د افغانستان د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ د حساب ورکولو پر مهال وویل چې حکومت په ۱۳۹۹ کال کې د ۵۰۰ میلیارده افغانۍ بودیجې د ۸۷ سلنې په لګولو بریالی شوی دی.

هغه وايي له ۳۰۶ میلیارده افغانیو عادي بودیجې څخه ۲۷۵ اعشاریه اووه (۹۰ سلنه) او له ۱۹۴ میلیارده پراختیايي بودیجې څه باندې ۱۶۱ میلیارده (۸۳ سلنه) لګول شوې دي.

نوموړي کورونا وبا او ناامني د بودیجې لګولو کې د حکومت د پاتې راتللو عمده عوامل وبلل.

ښاغلي ځدراڼ وویل پخپله مالې وزارت په ۱۳۹۹ کال کې له ۳ میلیارده افغانیو عادي بودیجې ۹۷ سلنه او له ۳ میلیارد افغانیو پراختیايي بودیجې ۹۲ سلنه لګولې ده.

هغه د ۹۱ او ۹۲ بودیجوي کودونو په اړه هم مالومات وکړل چې په وروستیو کې له دې لارې لګښتونه پر حکومت د توندو نیوکو لامل ګرځېدلي دي.

د ماليې وزارت مالي مرستیال وویل ۱۳۹۷ کال ۹۱ کود څخه ۳ میلیارده افغانۍ شوی و خو په ۱۳۹۸ مالي کال کې دغه لګښت ۲ اعشاره ۷ او په ۱۳۹۹ کې شاوخوا ۱ میلیارد افغانیو ته راټیټ شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې له ولسمشر څخه د دغه کود د کارولو صلاحیت اخیستل شوی، یوه کمېټه د وزارتونو او دولتي ادارو د اړتیاو له مخې له دغه کود څخه د لګښت پرېکړه کوي او ولسمشر یې یوازې منظوري ورکوي.

ښاغلی ځدراڼ وايي د اضطرار له ۹۲یم کود هم په ۱۳۹۸ کال یو اعشاریه ۸، په ۱۳۹۸ کال ۱ اعشاریه ۱ او په ۱۳۹۹ کال ۸۰۰ میلیونه افغانۍ لګېدلې دي.

د افغانستان د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ وايي د کورونا وېروس وبا په ۱۳۹۹ کال د افغانستان ملي بودیجه چې عواید او لګښتونه پکې شاملېږي شاوخوا ۷۱ میلیارد افغانۍ اغېزمنه کړې ده.

نوموړی زیاتوي چې د دې وبا له کبله په ۱۳۹۹ مالي کال د ۲۰۸ میلیارده افغانیو عوایدو د راټولو ټاکلی هدف ترلاسه نه شو او یوازې ۱۷۷ میلیارده افغانۍ راټولې شوې دي.

د مالیې وزارت مالي مرستیال وايي په تېر مالي کال کې کورونا وبا سره د مبارزې لپاره پر ملي بودیجه ۳۶ میلیارده افغانۍ اضافي لګښت راغی.

چارواکي وايي د ۱۳۹۹ کال د بودیجې کسر یې د نړیوال بانک، اسیايي بانک او ای ایم ایف په مالي مرستو پوره کړ.

دوی په ۱۳۹۹ کال د تقاعد د خزانې برخه کې هم د پرمختګ خبر ورکوي وايي په دغه کال کې ۱۴۵ زره کسانو ته د تقاعد حقوق اجرا شوي چې تېر لس کال دا کار نه و شوی.