تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې د استازو حساب ورکولو ناسته
نن "چارشنبه، تله ۱۲مه" کابل د کورنیو او بهرنیو لوړپورو چارواکو د "سام" غونډې کوربه دی. د افغانستان د دولت او نړیوالې ټولنې استازي به په دې ناسته کې یو بل ته د خپلو ژمنو په تړاو حساب ورکړي.
دغه غونډه دوه ورځې دوام کوي او د مرسته ورکوونکو هېوادونو او بین المللي سازمانونو د استازو ترڅنګ پکې د افغانستان د مدني ټولنې استازي هم برخه اخلي.
ټاکل شوې د لوړپوړو چارواکو غونډه کې د تېرو درو کلونو د مالي ټیکاو، د زېربناوو پراختیا، اداري اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنې وارزول شي.
په دې ناسته کې همداراز د نړیوالې ټولنې د مرستو اغېزې او د افغانستان د بیارغونې لپاره د لندن او بروکسل په کنفرانسونو کې ددغه هېواد کړې ژمنې هم ارزول کېږي.
د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزی وايي، د ملي یووالي حکومت به هم خپله طرحه د کنفرانس له ګډونوالو سره شریکه کړي:
"د افغانستان حکومت به په دې ناسته کې له نړیوالې ټولنې سره د بروکسل تر کنفرانس وروسته کړي کارونه معلومات ورکړي او د راتلونکو پلانونو په اړه به یې خبروي."
د لندن او بروکسل په کنفرانسونو کې چې یو یې درې کاله وړاندې او بل یې تېر کال جوړ شول، نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د سیاسي، پوځي او مالي ملاتړ ژمنه وکړه.
یو بل ته حساب ورکول
خو نړیوالې ټولنې ددغو ژمنو په بدل کې، د افغانستان له دولت نه غوښتي وو چې له فساد سره جدي مبارزه وکړي، حکومتولي سمه کړي او د ښځو او ماشومانو د حقونو خوندي کولو او په هېواد کې د سولې او ټیکاو د تامین هڅې وکړي.
د افغانستان حکومتي چارواکي وايي، دولت او د نړیوالې ټولنې استازي د "سام " په ناسته کې په حقیقت کې یو بل ته حساب ورکړي او دا به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اوږدمهاله ملاتړ لامل وګرځي.