تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا دفاع وزارت سرپرست کابل کې له ولسمشر غني سره وکتل
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرسټوفر مېلر سې شنبه مازدیګر کابل کې له افغان ولسمشر غني سره کتلي او د افغان سولې بهیر، افغانستان کې روان تاوتریخوالي او د سیمې امنیتي وضعیت په اړه ورسره غږېدلی دی.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي مېلر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او دواړو لوریو د اوربند غوښتنه وکړه.
په اعلامیه کې راغلي:
"کرستوفر مېلر د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ ویې ویل، د امریکا متحدو ایالتونو حکومت به تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت او خلکو تر څنګ پاتې شي".
یاده دې وي چې دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امریکا دویم جګپوړی امنیتي چارواکی دی چې کابل ته سفر کوي او له ولسمشر غني سره ګوري.
د دوشنبې پر ورځ د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مېکنزي سره هم ولسمشر غني په ارګ کې کتلي وو.
دواړه امریکایي چارواکي په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د راتلونکې جنورۍ میاشتې تر پنځلسمې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته د راکمولو اعلان کړی دی.
افغانستان او سیمه کې ترینګلی امنیتي وضعیت
د امریکایي چارواکو له دې سفرونو سره هممهاله په افغانستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او کابو هره ورځ د بریدونو رپوټونه ترلاسه کېږي.
په تازه پېښو کې د سې شنبې پر ورځ د کابل د ښار اومې ناحیې اړوند دوغ اباد کې د څرخي پله زندان روغتون د ډاکټرانو په کورولا ډوله موټر چسپکي ماین چاودنه پنځه کسان ووژل شو، چې څلور پکې د څرخي پله زندان اړوند ډاکټران وو.
همدا راز د یکشنبې پر ورځ د کابل خوشال خان مېنه کې د ولسي جرګې د یوه غړي د ګاډو پر کاروان موټربم برید کې لس کسان ووژل شول او ۵۲ ټپیان شول.
بل لور ته د یکشنبې پر روځ د امریکایي پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) قوماندان جنرال کېنټ مکېنزي ویلي وو:
"که ایران د قاسم سلیماني د لومړي تلین په درشل کې برید وکړي، امریکا یې ځواب ته چمتو ده."
هغه زیاته کړې وه:
"چمتو یو چې د ځان او سیمه کې د خپلو ملګرو او شریکانو دفاع وکړو. چمتو یو چې د اړتیا پر مهال غبرګون وښيو".
جنرال مکېنزې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د ایران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژل کېدو تر لومړۍ کالیزې څو اوونۍ وړاندې د سیمې ځینو هېوادونو ته تللی دی.
د نوموړي له دې څرګندونو څو ساعته وروسته د امریکا سمندري ځواکونو اعلان وکړ چې د جورجیا په نامه په هستوي ځواک سمبال اوبتل یې د هرمز له تنګي اوښتی او د فارس خلیج ته داخل شوی دی.
د دې پوځ په اعلامیه کې راغلي وو چې له دې اوبتل سره د امریکا د سمندري ځواک دوه جنګي بېړۍ هم ملې دي.
د امریکا سمندري ځواک وایي، یادو اوبو ته د دې اوبتل رسېدل دا ښیي چې دوی په هر هغه ځای کې د عملیاتو وړتیا لري چې نړیوال قانون اجازه ورکوي.