د امریکا دفاع وزارت سرپرست کابل کې له ولسمشر غني سره وکتل

مېلر

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، کرېسټوفر مېلر یکشنبه مازدیګر کابل کې ولسمشر غني سره وکتل
د خپرېدو وخت

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرسټوفر مېلر سې شنبه مازدیګر کابل کې له افغان ولسمشر غني سره کتلي او د افغان سولې بهیر، افغانستان کې روان تاوتریخوالي او د سیمې امنیتي وضعیت په اړه ورسره غږېدلی دی.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي مېلر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او دواړو لوریو د اوربند غوښتنه وکړه.

په اعلامیه کې راغلي:

"کرستوفر مېلر د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ ویې ویل، د امریکا متحدو ایالتونو حکومت به تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت او خلکو تر څنګ پاتې شي".

یاده دې وي چې دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امریکا دویم جګپوړی امنیتي چارواکی دی چې کابل ته سفر کوي او له ولسمشر غني سره ګوري.

د دوشنبې پر ورځ د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مېکنزي سره هم ولسمشر غني په ارګ کې کتلي وو.

دواړه امریکایي چارواکي په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د راتلونکې جنورۍ میاشتې تر پنځلسمې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته د راکمولو اعلان کړی دی.‌

افغانستان او سیمه کې ترینګلی امنیتي وضعیت

Social media

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، کابل کې دې وروستیو کې د چسپکي ماینونو چاودنې ډېرې شوې دي.

د امریکایي چارواکو له دې سفرونو سره هممهاله په افغانستان کې امنیتي‌ وضعیت د اندېښنې وړ دی او کابو هره ورځ د بریدونو رپوټونه ترلاسه کېږي. ‌

په تازه پېښو کې د سې شنبې پر ورځ د کابل د ښار اومې ناحیې اړوند دوغ اباد کې د څرخي پله زندان روغتون د ډاکټرانو په کورولا ډوله موټر چسپکي ماین چاودنه پنځه کسان ووژل شو، چې څلور پکې د څرخي پله زندان اړوند ډاکټران وو.‌

همدا راز د یکشنبې پر ورځ د کابل خوشال خان مېنه کې د ولسي جرګې د یوه غړي د ګاډو پر کاروان موټربم برید کې لس کسان ووژل شول او ۵۲ ټپیان شول.

بل لور ته د یکشنبې پر روځ د امریکایي پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) قوماندان جنرال کېنټ مکېنزي ویلي وو:

"که ایران د قاسم سلیماني د لومړي تلین په درشل کې برید وکړي، امریکا یې ځواب ته چمتو ده."

جنرال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جنرال کېنټ مکېنزې

هغه زیاته کړې وه:

"چمتو یو چې د ځان او سیمه کې د خپلو ملګرو او شریکانو دفاع وکړو. چمتو یو چې د اړتیا پر مهال غبرګون وښيو".

جنرال مکېنزې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د ایران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژل کېدو تر لومړۍ کالیزې څو اوونۍ وړاندې د سیمې ځینو هېوادونو ته تللی دی.

د نوموړي له دې څرګندونو څو ساعته وروسته د امریکا سمندري ځواکونو اعلان وکړ چې د جورجیا په نامه په هستوي ځواک سمبال اوبتل یې د هرمز له تنګي اوښتی او د فارس خلیج ته داخل شوی دی.

د دې پوځ په اعلامیه کې راغلي وو چې له دې اوبتل سره د امریکا د سمندري ځواک دوه جنګي بېړۍ هم ملې دي.

د امریکا سمندري ځواک وایي، یادو اوبو ته د دې اوبتل رسېدل دا ښیي چې دوی په هر هغه ځای کې د عملیاتو وړتیا لري چې نړیوال قانون اجازه ورکوي.