کابل کې چاودنې پنځه کسان وژلي؛ څلور پکې ډاکټران دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان پلازمېنه کابل کې امنیتي چارواکي وايي، د ښار اومې ناحیې اړوند دوغ اباد کې د څرخي پله زندان روغتون د ډاکټرانو په کورولا ډوله موټر چسپکي ماین چاودلی چې پنځه کسان پکې وژل شوي چې څلور پکې د څرخي پله زندان اړوند ډاکټران دي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ویلي، چاودنه نن سهار (سې شنبه، مرغومی ۲مه) شاوخوا ۷:۳۳ دقیقې شوې ده.

چاودنه پر هغه کورولا شوې، چې د څرخي پله زندان اړوند ډاکټران/ډاکټرانې یې لېږدولې.

یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته وویل، څلور وژل شوي کسان د څرخي پله اړوند ډاکټران دي، چې ډاکټرانې هم پکې شته.

پولیسو د وژل شویو هویت لا نه دی په ډاګه کړي، خو د خواله رسنیو ځینو کارنو ویلي، موټر کې څلور سپاره ډاکټران وو او د پلرونو له نومونو یې ښکاري چې د دوو کورنیو غړي دي؛ ځکه د دوو دوو د پلرونونو نومونه یو شان دي.

تر اوسه ددغې چاودنې مسئولیت چا نه دی منلی.

کابل کې دې وروستیو کې هدفي بریدونه په تېره د چسپکي ماینونو چاودنې ډېرې شوې دي، چې تر ډېره امنیتي ادارو اړوند کسان پکې په نښه کېږي.

فاریاب

بل خوا، د فاریاب والي نقیب الله فایق ادعا کړې، چې تېره شپه وسله والو طالبانو له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر د دغه ولایت دولت اباد ولسوالۍ بازار کې چوولی، چې سلګونه هټۍ یې زیانمنې کړې دي.

نوموړی وايي، دا چې د چاودنې ځای ته څېرمه استوګنیز ځایونه هم دي، ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه امنیتي سرتېري پکې وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو ددغې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د شمېرو له مخې، په تېره یوه میاشت کې کابل کې د هدفي وژنو ۱۶ پېښې شوې دي.

د کابل ښار په احمد شاه بابا مېنه یا دوولسمه ناحیه کې پرون د پولیسو پر رېنجر موټر د چسپکي ماین چاودنه کې یو سرتېری او یو ملکي کس ټپي شول.

وړمه ورځ هم د دغه ښار پنځمې حوزې اړوند د خوشال خان مېنې په سپین کلي سیمه کې د ولسي جرګې د یوه غړي خان محمد وردګ د موټرو په کاروان موټربم برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۵۲ ټپي شوي وو.