د امریکا سترې محکمې د اېف بي ای د نه الوت نوملړ کې راغلو مسلمانانو په ګټه رایه ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ستره محکمه وايي، هغه درې مسلمانان چې له اېف بي ای سره یې له مرستې ډډه کړې او د الوت بندیز پرې لګېدلی و د دې ادارې له چارواکو د شکایت حق لري.
د سترې محکمې په خبره، دا کسان- چې امریکا کې اوسېږي- د دیني ازادۍ د ژوندیتوب قانون له مخې تاوان غوښتلی شي.
دا کسان-چې د اېف بي ای د بندیز له امله کار له لاسه ورکړ- وايي، اېف بي ای پر دوی فشار اچولو سره ترې غوښتل چې د نورو مسلمانانو جاسوسي ورته وکړي او دې سره یې د دوی عقیده تر پښو لاندې کړه.
دوی دا هم وايي، چې د الوت بندیز نوملړ کې راتلو سره یې مسلکي ژوند او عاید هم اغېزمن شول.
د دې درې کسانو وکیلان وايي، په دوی کې یو هم په بې قانونه چارو رسمي تورن شوی نه دی.
دې دریو کې یوه کس وویل، د الوت بندیز له امله یې ناروغه مور ونه لیده او بل ویل، له ښځې سره یې ونه لیدل.
د امریکا اېف بي ای یا فدرالي پولیس دا دعوه له محکمې بهر حلولی او یا هم د مشروط خوندیتوب مقرراتو ته لاس اچولی شي.
د مشروط خوندیتوب دکترین له مخې ماموران د کسانو نیولو سره د هغوی د قانوني حقونو د نقضولو صورت کې له ځواب ویلو خوندي کېږي.
نیوکګر وايي، دې دکترین سره هڅه کېږي چې د اېف بي ای ماموران له مسوول پېژندلو خوندي شي.
د کانګرس ډیموکراټو غړو د دې دکترین د ختمولو طرحه جوړه کړه، خو د جمهوریپالو د مخالفت له امله یې هڅې ځای ونه نیو.
د ډونلډ ټرمپ حکومت په دې دلیل چې دې دوسیه کې د ملي امنیت حساسي مسلې او د قانون اجرا راځي هڅه وکړه چې ستره محکمه د دې مسلمانانو په ګټه رایه ور نه کړي.
خو نیویارک ټایمز وايي، لومړي پړاو کې د محکمې اتو غړو د دې درې کسانو په ګټه رایه ورکړه او هم د محکمې غړو دا خبره وملنه چې د شکمنو کسانو ټولې ادعاوې سمې دي.
د دې دوسیې اصلي شکمن محمد تنویر چې د امریکا دایمي استوګنې سند لري او نیویارک کې د لارۍ موټروان و له اوږدې موټروانۍ وروسته الوتکه کې کور ته ستنېد.
خو ۲۰۱۰ کال کې یې چارواکي د الوت خنډ شول او تر کور یې ګاډي کې ۲۴ ګړۍ مزل وکړ.
دوه نور کسان هم ورته تجربې لري.
نوید شینواري هم د محکمې له رایې وروسته وویل: ډېر خوشال یم، د خدای شکر باسم.
هغه اېن پي ار راډیو سره خبرو کې دا پرېکړه د هر مسلمان او نامسلمان لپاره بری وګاڼه او هیله یې وښوده چې اېف بي ای یا نورې ادارې د خلکو د وېرولو یا ژوند خرابولو له امله ځواب ووايي.




















