د ولسي جرګې ارزوونکې کمېټه؛ 'بګرام او څرخي پله زندانونو کې وضعیت ډېر خراب دی'

څرخي پله زندان
د عکس تشریح، د افغانستان د زندانونو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني د پارلمان رپوټ ته په غبرګون کې ویلي، د دوی ادارې د هېواد په زندانونو کې د ستونزو له موجودیت انکار نه دی کړی.
د خپرېدو وخت

د افغانستان د بګرام او څرخي پله زندانونو د روان وضعیت په اړه د ولسي جرګې ارزوونکې کمېټه په خپلو موندنو کې وايي، په دې زندانونو کې وضعیت ډېر خراب دی چې په وینا یې هلته بشري حقونو ته پام نه دی شوی.

د زندانونو ارزونې لپاره د ولسي جرګې ګومارل شوې کمېټې په خپل رپوټ کې ویلي، په دې زندانونو کې هېڅ روغتیايي اسانتیاوې او درمل نشته او له څه مودې راهیسې بندیان د خپلو کورنیو له غړو سره له لیدو محروم شوي دي.

د پارلمان عمومي ناستې ته د زندانونو د وضعیت په اړه وړاندې شوي رپوټ کې ادعا شوې، چې د بندیانو د خوړو کیفیت او کمیت ډېر خراب دی او بندیانو کې په نشې د روږدو کسانو شمېر په ډېرېدو دی.

Presentational grey line

د زندانونو د تنظیم ادارې غبرګون

د افغانستان د زندانونو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني د پارلمان رپوټ ته په غبرګون کې ویلي، د دوی ادارې د هېواد په زندانونو کې د ستونزو له موجودیت انکار نه دی کړی.

ښاغلی بایاني وايي، دا ستونزې له بده مرغه دوی ته په میراث پاتې دي: "دا ستونزې ستونزې یو بد میراث دی چې موږ ته پاتې شوی او له بده مرغه له لسګونو کلونو راهیسې به بنسټیز ډول د هېواد په زندانونو کې موجودې وې."

دی وايي، د زندانونو ستونزو ته ډېر کله رسیدګي نه ده شوې او کابو یوولس میاشتې مخکې د زندانونو د ستونزو لپاره د زندانونو د تنظیم اداره جوړه شوه، "زموږ تقاضا دا ده چې له اوږدمهال راهیسې په یوه شپه ددغو ټولو ستونزو لیرې کېدل د منلو وړ نه دي."

څرخي پله زندان
د عکس تشریح، په رپوټ کې په ډاګه شوې چې یوازې څرخي پله زندان کې تر ۶۷۰۰ ډېر بندیان دي، حال دا چې دا زندان یوازې ۴۵۰۰ بندیانو ساتلو ته جوړ شوی.

ښاغلی بایاني زیاتوي، د زندانونو د ملي سمون درې کلن پروګرام چمتو شوی، چې د کابینې راتلونکې ناسته کې بحث پرې وشي او تایید شي.

د زندانونو د تنظیم اداره دا هم وايي، چې له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې یې زندانونو کې تر ۴۰۰ ډېر په نشه روږدي بندیان درمللي او په تېرو شپږو میاشتو کې د دوی د ادارې پوځي مامورین او د بندیانو پایوازان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي.

Presentational grey line

د بندیانو د وضعیت لپاره د ولسي جرګې د ارزونې کمېټې راپور کې ویل شوي، چې بګرام زندان کې بندیان له رواني ناانډولۍ او ځور کړېږي او بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

دې کمېټې له حکومت د بندیانو د وضعیت ارزولو غوښتنه کړې ده.

په رپوټ کې په ډاګه شوې چې یوازې څرخي پله زندان کې تر ۶۷۰۰ ډېر بندیان دي، حال دا چې دا زندان یوازې ۴۵۰۰ بندیانو ساتلو ته جوړ شوی.

بګرام زندان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ولسي جرګې د ارزونې کمېټې راپور کې ویل شوي، چې بګرام زندان کې بندیان له رواني ناانډولۍ او ځور کړېږي او بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

ولسي جرګې ته فدا محمد الفت صالح- چې له کابله ولسي جرګه کې استازی دی- د کورني او امنیتي چارو کمېټې رپوټ کې وویل، د بندیانو دا ارزونه د هغوی د کورنیو د غړو د شکایتونو تر اورېدا وروسته شوې ده.

ښاغلی صالح، چې د ارزوونکې کمېټې مشري یې کوله- وویل دوی بګرام او څرخي پله زندانونو کې تر ټاکلي حد د ډېرو بندیانو ساتلو ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي.

په دغه رپوټ کې ویل شوي چې څرخي پله زندان کې ۶۶۰ طالب بندیان، ۵۲۳ په اعدام محکوم کسان، ۵۳۸ نظامي بندیان او د داعش بندیانو په ګډون پاتې ۵۰۵۲ نور بندیان ساتل کېږي.

توقیفخونه

فدا محمد الفت صالح وویل، د څرخي پله توقیفخونه کې ۱۸۷۵ "مجرمین" موجود دي، حال دا چې دا توقیفخونه یوازې د ۵۰۰ کسانو لپاره جوړه شوې ده.

ښاغلي صالح وویل، په ښځینه توقیفخونه کې ۳۲۷ ښځې دي، چې ۱۲۶ یې د داعش ډلې اړوند دي.

هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ولسي جرګې ارزوونکې کمېټې وړاندیز کړی چې د څرخي پله او بګرام ځینې بندیان دې د هغوی اړوندو ولایتونو ته واستول شي.

رپوټ وايي، بګرام زندان کې ۶۰۰۰ سیاسي، جنايي او نظامي بندیان ساتل کېدل، چې د تېرې مشورتي لویې جرګې د پرېکړې له مخې، ۲۴۸۵ طالب بندیان او ۱۲۵ د حزب اسلامي بندیان خوشي شوي او اوس بګرام زندان کې ۳۳۹۰ کسان بندیان دي.

د رپوټ وړاندې کوونکي وویل، دا رپوټ یې له بندیانو سره د مرکو او د خپلو سترګو لیدلي حال پربنسټ جوړ کړی، چې وايي ډېر عمر لرونکو بندیانو ته هېڅ پام نه کېږي او په صعب العلاج ناروغیو اخته شو‎ي دي.

سرچینه وايي، اړوند ولایتونو ته بندیان نه دي لېږدول شوي او په اعدام د محکومو بندیانو برخلیک نامالوم دی او ان ځینو یې د ځانوژنې هڅې کړې دي.

د رپوټ موندنې ښيي، چې د بندیانو په اړه د ولسمشر فرمان په برابر ډول نه دی عملي شوی، چې وايي داسې دوسیې یې موندلې دي چې په یو ډول جرم نیول شوي بندیان د فرمان له مخې له څرخي زندان خوشي شوي، خو بګرام زندان کې د هماغه جرم بندیان لاهم بند کې دي.