"په امنیتي پېښو کې تورن ۲۱۳ ماشومان بګرام زندان کې دي"

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بګرام زندن پنځه کاله مخکې افغان حکومت ته وسپارل شو، خو لا هم بندیان ور سره دي.
    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان عدلیې وزارت وايي ۲۱۳ ماشومان، چې د کورني او بهرني امنیت پرضد پېښو کې د لاس لرلو په تور او شک نیول شوي، په بګرام زندان ساتل کېږي.

امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۳ کال د مارچ پر ۲۵ د بګرام زندان افغان حکومت ته وسپاره.

هغه وخت فکر کېده چې هر څه افغان حکومت ته سپارل شوي، خو وروسته معلومه شوه، چې د کورني او بهرني امنیت پرضد پېښو کې په لاس لرلو تورن کسان د امریکايي پوځیانو په څارنه په دغه زندان کې ساتل کېږي.

د عدلیې وزارت ویاند امان الله ریاضت له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، په بګرم بند کې ډېری دغه ماشومان په ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې په لاس لرلو تورن دي.

" ۲۱۳ماشومان دي، له دغو ماشومانو څخه د طالبانو، داعش او یا هم د کومې بلې ډلې له خوا په ترهګریزو پېښو کې ناوړه ګټه اخیستل شوې ده".

اته سوه نور ماشومان

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ماشومان د افغان جګړې تر ټولو ډېر قرباني بلل کېږي.

د افغانستان عدلیې وزارت نوې موندنې ښیي پر دغو ۲۱۳ ماشومانو سربېره اته سوه ۸۰۰ نور ماشومان هم شته چې د اساسي قانون له اصولو یې سرغړونه کړې.

دغه ۸۰۰ ماشومان اوس د کابل، ننګرهار او پروان په ولایتونو کې د اصلاح او روزنې په دولتي مرکزونو کې ساتل کېږي، عمرونه یې له ۱۲ تر ۱۸ کلنو پورې دي چې ۸۰ تنه یې نجونه دي.

د عدليې وزارت چارواکي وايي د دغو ماشومانو محاکمې روانې دي او د محکمو تر پرېکړو وروسته به هغه کسان چې عمرونه یې له ۱۸ کال واړي، زندان ته استول کېږي او تر ۱۸ کالو کم عمره به د اصلاح او روزنې په دولتي مرکزونو کې پاتې کېږي.