د پوهنې وزارت: یو شمېر ماشومان به تر دریم ټولګي په جوماتونو کې زدکړې کوي

جومات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ځینو سیمو کې خلک نجونې جوماتونو ته پرېږدي چې زدکړو ته ولاړ شي.
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي، کابل
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان کړی، د دغه وزارت د نوې طرحې پر بنسټ به په یو شمېر لېرې پرتو سیمو کې د ښوونځيو له لومړي تر دریم ټولګي زده کوونکي په جوماتونو کې زدکړې وکړي.

د پوهنې وزرات په یوې اعلامیې کې ویلي ، جوماتونه هم د زده کړو په ایکو سیستم کې داخل شوي دي او دغه وزارت خپل جوړښت بدل کړی.

د دې چارې موخه زده کوونکو ته د اسانه زده کړو زمینه برابرول بلل شوي دي. د پوهنې وزارت دا هم وايي چې په جوماتونو کې به هم دغو زده کوونکو ته د پوهنې وزارت تعلیمي نصاب له مخې لوست ورکول کېږي.

خو دا لا معلومه نه ده چې څه شمېر جوماتونه به ددې وړتیا یا ځای ولري چې له لومړي تر دریم ټولګي زده کوونکي زده کړې پکې وکولای شي.

د پوهنې وزارت په اعلامیې کې راغلي وړاندې تر دې د لومړنیو او منځینو زدکړو لوستونه په عمومي زدکړو کې شامل ول چې د اسلامي زدکړو برخه بیا یوازې د مدرسو او دارلاحفاظونو مسؤلیت ګڼل کېده، چې اسلامي زده کړې تر ډېره په څنډه یا حاشیه کې پاتې وې.

افغانستان
د عکس تشریح، په جوماتونو کې به ښوونکي زده کوونکو ته درس ورکوي.

د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین وایي، دا چاره به په هغو لېرې پرتو سیمو کې چې د ماشومانو لپاره ښوونځیو ته د تګ واټن ډېر وي پلی کېږي.

نوموړې زیاتوي چې په دې جوماتونو کې به هم زدکړې د ښوونکو له خوا ورکول کېږي. کله چې زده کوونکي څلورمو ښوونځيو ته ځي نو سندونه یې هم یو ځای ښوونځيو ته ورسره لېږل کېږي.

یوازې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې ځینې خبرونه خپاره شول چې ګواکې د اسلامي تعلیماتو او ښوونیز نصاب معینیت ګډ یا مدغم شوي دي.

له همدې امله د افغانستان ولسي جرګې خپلې دیني او د فرهنګي چارو کمیسیون ته دنده وسپارله چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د اسلامي تعلیماتو معینیت د بدلونونو په اړه څېړنې او ارزونه وکړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د اسلامي تعلیماتو معینیت پر خپل ځای دی او د پوهنې وزارت په چوکاټ کې یې ځای نه دی بدل شوی.

که څه هم په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې د پوهنې په برخه کې لاسته راوړنې مثبتې ارزول کېږي، خو د افغانستان په ښوونځیو کې د ښوونیز چاپېریال کېفیت او خوندیتوب اوس هم ډاډمن نه بلل کېږي.

ډېری زده کوونکي له ګڼه ګوڼې په ډکو درسي خونو کې زده کړې کوي چې د زدکړو لپاره مناسب چاپیریال نه ګڼل کېږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۲۰۰ رسمي مدرسې د دغه وزارت په چوکاټ کې کار کوي. پر دې سربېره نژدې ۴۰۰۰ مدرسې د حج او اوقافو وزارت په چوکاټ کې فعالې دي، چې د پوهنې وزارت په نصاب کې شاملې نه دي.