بلخ کې د ښځو په لاس جوړ شويو توکو نندارتون

د ویډیو تشریح، بلخ کې د ښځو په لاس جوړ شويو توکو نندارتون
د خپرېدو وخت

د افغانستان شمال مزارشریف کې د کلیوالو مېرمنو لاسي توکو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی.

دغه نندارتون چې د افغان کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د کلیوال اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري جوړ شوی، د بلخ له څلورو ولسوالیو په کې کلیوالو مېرمنو خپل لاسي توکي او خپل تولیدات نندارې ته ايښي دي.

دوی وايي د لاسي توکو په کاروبار یې کورنی اقتصاد ښه شوی او تر ډېره توانېدلې، چې د دغو نندارتونو له لارې خپلو تولیداتو ته بازار ومومي. يوه ګډونواله يې راته کيسه کوي.