دوحه کې د افغان دولت او طالبانو مذاکراتي ډلو ګډې کمېټې لومړنۍ ناسته کړې

د عکس سرچینه، N nadri
د قطر په دوحه ښار کې پر افغان سولې د روانو بین الافغاني خبرو لپاره د طالبانو مرکچي پلاوي خبر ورکړی چې د افغان حکومت له پلاوي سره یې ناسته کې د "اجنډا د څرنګوالي او جوړولو " په هکله خبرې کړي د دې ډول ناستو پر دوام هوکړې ته سره رسېدلي دي.
د افغانستان د سولې وزرات هم د ناستې خبر ورکړی او وايي د دواړو خواو ترمنځ د اجنډا د موادو ترتیب لپاره ګډې کمیټې لومړنۍ جلسه وکړه.
دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم په یوه ټویټ کې لیکلي چې د شنبې پر مازديګر د دوی د مذاکراتي ټيم او افغان حکومت کاري کمېټې ناسته تر سره کړې.

د عکس سرچینه، Twitter
ښاغلي نعیم زیاته کړې "په ناسته کې په عام ډول د اجنډا د څرنګوالي او جوړولو په اړه خبرې وشوې. او توافق وشو چې دغه ډول ناستې به دوام پيدا کوي. "
د افغانستان د سولې وزارت هم خبر ورکوي چې "د اجنډا موادو ترتیب لپاره ګډه کمیټه به سبا هم جلسه وکړي ".
پر شنبه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني له طالبانو سره د مذاکراتو د دویم پړاو له پیل سره ټینګار وکړ چې تر ډېره مشورو ته اړتیا لري او د لارنقشې په اړه باید هوکړې ته سره ورسېږي.

د عکس سرچینه، ARG
ښاغلی غني چې د ملي پخلاینې د عالي شورا لومړنۍ ناسته کې د عبدالله عبدالله او ګڼو نورو سیاسي شخصیتونو په حضور کې غږېده وویل، له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره باید ټول سره همکار شو، "د مذاکراتي ټیم دویم پړاو کې د مشورې ضرورت شته، لومړی پړاو ختم شوی او د لارنقشې او ګامونو په اړه باید یوې هوکړې ته ورسېږو."
ښاغلي عبدالله هم وویل، ټول افغانان اوربند او د دوښمنۍ ختمېدل غواړي.
د ملي پخلاینې د عالي شورا دې لومړنۍ ناستې ته پخواني جهادي مشران، د ملي شورا مشران، ځینې غړي او بېلابېل چارواکي وربلل شوي ول.
ښاغلي عبدالله وویل، د افغانستان د خلکو ګټې په مذاکراتو او د سولې په هڅو کې زموږ سره کرښه جوړوي، چې له دې وروسته به دغه شورا خپلې منظمې ناستې ولري.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ناستې ته وویل،"د سولې هڅه هله بریالۍ کېدای شي چې موږ ټول په اتحاد یوځای ودانګو، له جګړې مخ واړو، له جنګي تبلیغاتو مخ واړوو، د ورورولۍ لپاره غږ راپورته کړو."

د عکس سرچینه، @DrabdullahCE
د ښاغلي کرزي په وینا، "موږ چې دلته ناست یو او طالبان دواړه د افغانستان خلک یو او ددې خاورې دي، هغوی هم د دې خاورې هومره خاوندان دي لکه موږ چې یو او موږ هم هومره ددې خاورې څښتنان یو لکه دوی چې دي."
د افغان چارو څارونکي او نړيواله ټولنه د پخلاينې د عالي شورا فعالېدل د افغان سولې په بهير کې يو اغېزناک گام بولي.
څه موده وړاندې کابل کې د امريکا سفارت، د اروپايي ټولنې استازوليو او برتانيا د دغې شورا د مشرتابه پلاوي او د نورو غړو د بشپړېدو د چارو د سملاسي پيل غوښتنه کړې وه.
د افغان حکوت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو اترو وروسته له هغه د پرمختګونو خبرې کېږي چې نړیوالې ټولنې، د امریکا متحده ایالتونو او مرستندویه بنسټونو د مذاکراتو پر پڅ بهیر اندېښنه څرګنده کړه او خپلې همکارۍ او مرستې په دغه ډګر کې له پرمختګونو سره وتړلې.
















