قطر کې د سولې خبرو کې پرمختګ

د ویډیو تشریح، قطر کې د سولې خبرو کې پرمختګ
د خپرېدو وخت

قطر کې یوې سرچینې بي بي سي پښتو ټلویزیون ته ویلي، ټاکل شوې نن د افغان سولې خبرو د اجنډا لپاره د ګډې کاري کمېټې غړي وټاکل شي. د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي ویاند نادر نادري وایي، دغه کاري کمېټه به دوو ورځو کې خپله لومړۍ غونډه کوي، او ګنې د افغان حکومت له لوري به د بحث لومړی او مهم ټکی اوربند وي. پرون دواړو خواوو اعلان وکړ چې د سولې خبرو کړنلارې پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. افغان بهرنیو چارو وزیر د دې پرمختګ هرکلی کړی او وايي هیله يې ده، دواړه غاړې ډېر ژر د سولې اصلي خبرې پیل کړي. شازیه حیا يې له کابله نور حال راکوي.