دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پر طرزالعمل هوکړه وشوه

د عکس سرچینه، N nadri
په دوحه کې د روانو بین الافغاني خبرو لپاره ښکېلو پلاویو د دې خبرو پر کړنلاره یا طرز العمل هوکړه کړې ده. دافغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړي نادر نادري ا و همدا راز دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پر طرز العمل او مقدمې هوکړه تائید کړې ده.
دواړو پلاوو د خبرو د اجنډا د عناصرو چمتو کولو لپاره هم ګډه کاري کومیټه ټاکلې ده چې همدا نن چارشنبه یې خپل کار پیل کړی.
دواړ لوریو په دې تړاو یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړې ده. په دې اعلامیه کې راغلي:
"نن چهار شنبه د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو هیئتونو ترمنځ عمومي جلسه ترسره شوه. په دغه جلسه کې ګډې کاري کمیټې ته دنده وسپارل شوه ترڅو د اجنډا موضوعات ترتیب کړي. د دواړو مذاکره کوونکو هیئتونو تر منځ اوسني مذاکرات دا ښيي چې د افغانانو تر منځ تلپاتې سولې ته د رسیدلو لپاره اراده شته او په دې اړه دواړه خواوې ژمنې دي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپلو رښتینو هلو ځلو ته دوام ورکړي".
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ولسمشر د اصلو خبرو د پیل او د اوربند او دایمې سولې لپاره د خلکو غوښتنې ته په پام سره د مذاکراتو پر طرزالعمل د هوکړې هرکلی کوي.
"د افغانستان خلک د جګړې ختمېدل غواړي"

د عکس سرچینه، N nadri
پر کړنلاره د هوکړې له اعلان وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړي نادر نادري د انټرنېټ له لارې رسنیو ته لنډه وینا وکړه.
نوموړي وویل، د افغانستان د خلکو او د افغان دولت پرېکړو ته په کتو سره د خبرو پر کړنلاره هوکړه شوې ده.
ښاغلي نادري همدا راز ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک غواړي چې د ټوپکو غږ نور بند شي او په افغانستان کې روانه جګړه باید نور ختمه شي.
نادر ناري وویل، پر طرزالعمل دوه نیمې میاشتې بحث وشو چې ډېر وخت دی، خو د موضوع اهمیت او د افغانستان د خلکو غوښتنو ته په کتو باید پر دې کړنلاره جدي بحث شوی وای.
نوموړي وویل، دواړه لوري په دې موده کې له یو بل سره لا ښه بلد شول، او دا د راتلونکو خبرو د محتوا او سرعت لپاره یو ښه بنسټ دی.
یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې طالبانو پر طرز العمل او مقدمې د هوکړې اعلان وکړ، خو مقابل لوري وویل چې هوکړه وروستۍ شوې نه ده.
هغه مهال ښاغلي نادري ویلي وو، د کړنلارې پر ۲۱ مادو په اصولو کې هوکړه شوې، خو پر مقدمې لا هم بحث ته اړتیا شته او دوی خپل وضاحت مقابل لوري ته وړاندې کړی.
د مایک پومپیو او خلیلزاد غبرګونونه

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه اعلامیه کې د دې هوکړې هرکلی کړی دی او دا یې د افغان سولې بهیر کې یو مهم ګام بللی.
ښاغلي پومپیو ویلي، دا هوکړه ښیي چې دواړه لوري جدي دي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکا به د افغان سولې بهیر کې مرسته کوي.
د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې خبرو پر کړنلاره د شوې هوکړې هرکلی کړی دی.
نوموړي پر ټویټر پاڼه د پیغامونو یوه لړۍ کې ویلي: ''موږ له دوحې د را رسېدلو خبرو هرکلی کوو، چې دواړه افغان لوري یوه مهم پړاو ته رسېدلي دي. د دریو پاڼو دغه هوکړه به د سیاسي تګلارې او د یوه پراخ اوربند لپاره د دوی خبرو ته اصول او بهیر مشخص کړي. ''
نوموړی زیاتوي: ''د افغانستان خلک اوس د سیاسي تګلارې او اوربند لپاره د چټک پرمختګ تمه کوي. موږ د دوی پر احساساتو خبر یو او ملاتړ یې کوو. ''
د نړیوالې ټولنې هرکلی
ښاغلي خلیلزاد وايي، ''د سیاسي تګلارې او تل پاتې اوربند د خبرو له پیل سره سم به موږ له ټولو اړخونو سره په دې موده کې د تاو تریخوالي پاموړ کموالي یا ان اوربند لپاره سختې هڅې پیل کړو ''
د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر استازي صادق خان پر خپله ټوېټر پاڼه په بین الافغاني خبرو کې د دې نوي پرمختګ هرکلی کړی دی او ټینګار یې کړی چې پاکستان به دې بهیر کې مرسته کوي.
همدا راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د سولې خبرو کې د نوي پرمختګ هرکلی کړی او دا یې مثبت پرمختګ بللی دی.
د یوناما پیغام کې ویل شوي، ''د اجنډا پر لور تګ مثبت ګام دی او د سولې هغو هیلو پر لور پرمختګ دی، چې ټول افغانان یې غواړي. ''
په افغانستان کې د بریتانیا سفارت د سولې خبرو بهیر کې د نوي پرمختګ هرکلي تر څنګ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''اوسمهال تر ټولو لوی خنډ د تاوتریخوالي هغه کچه ده، چې د منلو وړ نه ده. دا باید ودرېږي. په افغانستان کې د تل پاتې ثبات لپاره یوازینی حل سوله او امنیت دي. ''
په پیغام کې دغه راز ویل شوي ''نوی پرمختګ د افغانانو په مشرۍ او ملکیت خبرو لړ کې مهم ګام دی او برتانیا دواړه لوري د مثبت پرمختګ لپاره هڅوي. ''
په افغانستان کې د جرمني سفارت په یوه ټویټر پیغام کې دغه پرمختګ یو زیری بللی او وايي، ''موږ د دواړو لوریو لخوا یوه جوړحاړي ته د رسېدو هرکلی کوو او دا چې اوس د اجنډا له مخې د افغان سولې خبرو کې پرمختګ کېږي. ''
د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې په تېره سپتمبر میاشت کې په دوحه کې پیل شوې، خو د ځینو اختلافي ټکو له کبله دواړه خواوې تر اوسه د دې خبرو پر کړنلارې کومې هوکړې ته نه وې سره رسېدلې.
تمه کېږي چې له دې وروسته به د دواړو مرکچي پلاو ټول غړي د مذاکراتو پر اصلي اجنډا خبرې پیلوي، خو دا اټکل ګران دی چې د خبرو دا راتلونکی پړاو به څومره وخت ونیسي.





















