د معلولانو نړیواله ورځ: معلولانو ته د منفي القابو پر ځای د نويو اصطلاحاتو د کارېدو وړاندیز

نابینا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې هره ورځ پکې د جګړې له امله د معلولانو شمېر زیاتېږي.
د خپرېدو وخت

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون معلولانو لپاره ځینې اصطلاحات جوړ او خپاره کړي چې د سختو او منفي اغېز لرونکو القابو پرځای معلولانو ته وکارول شي. دغه کمېسیون له دولتي ادارو په ځانګړې توګه له پوهنې وزارت او رسنیو غوښتي چې د دغو مصطلحاتو په دودېدو او د معلولانو د منزوي کېدو مخنیوي کې همکاري وکړي.

نن د ډېمسبر دریمه د معلولو کسانو نړیواله ورځ ده. په نړیواله کچه د دوی نفوس ۱۵ سلنه یا یو میلیارد کسانو ته رسیږي.

د معلولانو په اړه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تازه جوړ شوي اصطلاحات معلولانو ته د کارېدونکو القابو د نرمولو د کلتور جوړونه ده.

د جوړو شویو اصطلاحاتو خپرولو هدف ټولنه کې دغو کسانو ته د ځانګړيو ادبیاتو کارونې پراخول او د سختو او منفي کلماتو د کارونې مخنیوی بلل شوی دی.

په افغانستان کې د سواد او پوهاوي د ټیټې کچې له امله، عام خلک تر ډېره معلولانو ته بېلابېل القاب کاروي. د بېلګې په توګه هغو کسانو ته چې د نه لیدو معلولیت لري، د ړوند، په پښو معلول ته ګوډ او هغه ته چې د اورېدو قوه یې کمزورې وي، د کوڼ کلمه کارول کیږي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د لسو اصطلاحاتو تازه نوملړ جوړ کړی دی. په دې لیست کې لیکل شوي چې د ناسمو کلمو لکه نیمژبي پرځای باید د وینا معلولیت، لیوني پرځای ذهني معلول، او د کوڼ پرځای د اورېدو معلول صفتونه وکارول شي.

د ویډیو تشریح، د افغان معلولینو ستونزې

د دې کمېسیون کمېشنره بنفشه یعقوبي چې پخپله هم د نه لېدو معلولیت لري وايي د معلولانو انساني کرامت ته په پام، د دوی په اړه د باورونو سمول او د کلماتو مناسبه کارونه د دغو اصطلاحاتو جوړولو بل هدف دی.

نوموړې وايي: "یو هغه لامل چې ټولنې ته د معلولینو د ننه کېدو مخه نیسي دوی ته د همدغو ناسمو القابو کارونه او معلولینو په اړه منفي باور دی. له همدې امله موږ ټولو پریکړه وکړه چې د دې مخه ونیسو او معلولین له انزوا راوباسو او دغه نوملړ مو جوړ کړ چې د معلولینو استعدادونو څرګندېدو ته موکه برابره شي."

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې هره ورځ پکې د جګړې له امله د معلولانو شمېر زیاتېږي. د رسمي شمېرو له مخې دغه هېواد کې تر اوسه نږدې یو میلیون کسان جګړې معلول کړي دي.

معلول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د رسمي شمېرو له مخې افغانستان کې تر اوسه نږدې یو میلیون کسان جګړو معلول کړي دي

د کابل اوسېدونکی خواجه محمد زیار د بشري حقونو د نوملړ پر هرکلي سربېره له حکومت او خلکو غواړي چې په ټولو برخو کې له معلولانو سره مثبت چلن وشي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له معلولانو غواړي چې د زدکړو، وړتیا او په ټولنه کې د ورګډېدو برخه کې هڅې وکړي.

دا کمېسیون له دولتي ادارو، په ځانګړي توګه د پوهنې وزارت او رسنیو نه غوښتي چې د تازه جوړو شویو اصطلاحاتو په عامولو او خپلو حقونو ته د معلولینو په رسېدو کې دې همکاري وکړي.

معلولینو ته په نړیواله کچه ځانګړی پام کیږي او بېلابېل هېوادونه د دوی د ملاتړ لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام کې نیسي.

د دغو هېوادونو په ادارو او کارځایونو کې سپارښتنه کیږي چې د ګومارلو پرمهال معلولینو سره مثبت توپیري چلن وشي او دوی ته ځانګړې برخه ورکړل شي.

نړۍ کې څه باندې یو میلیارد انسانان معلول دي چې ۴۵۰ میلیونه پکې رواني ستونزې لري.