اسیا بنسټ: افغانستان کې ۸۰ سلنه وګړي یو نه یو ډول معلولیت لري

د عکس سرچینه، Gettyimages
د اسیا بنسټ یوې نوي سروې موندنې ښیي چې په افغانستان کې شاوخوا اتیا سلنه وګړي په یو ډول معلولیت اخته دي، چې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري.
اسیا بنسټ په دې سروې کې چې د روغتیا نړیوالې ټولنې په ملاتړ ترسره شوی، د اورېدو او لیدو کمزوري، د صورت او ذهن متوسطه یا شدیده ناتواني، د غړو فزیکي کم فعالیت، حسي زیانونه، د بدن غړو پرې کېدا او ځينې نور موارد د معلولیت په یوه نا یوه ډول کې حساب کړي.
د یاد بنسټ سروې موندنې ښیي چې د افغانستان اتیا سلنه ډېر عمر لرونکي کسان له ورته روغتیايي ستونزو – یعنې یو ډول معلولیت سره مخ دي چې له منځه يې بیا سم نیمایي د روغتیايي کومکي وسایلو لکه عینکو، وېلچرو، غږ لوړونکو، مصنوعي اندامونو او نورو هغو هم کار نه اخلي.
د اسیا بنسټ وروستۍ سروې وايي، له اتلسو څخه په کم عمره کسانو کې بیا معلولیت له یوې نیمې لسیزې پخواني حالت څخه یعنې له درې سلنې څخه ۱۴ سلنې ته لوړې شوی چې د بنسټ پر وینا افغانستان يي روغتیا ته د بې ساري اړینې پاملرنې تر پولې رسولای.
اسیا بنسټ ویلي، یادې شمېرې يې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نمونې په بڼه له ۱۱۱۶۴۱ کسانو او څه باندې ۱۴ زره کورنیو څخه د څېړنې پر مهال موندلي.
پر معلولیت لرونکو کسانو د څيړنې ترسره کونکي تبسم اکسیر:
"د څېړنې ډېرې مهمې موندنې د مشرانو په اړه دي چې اتیا سلنه معلولیت ښکاره کوي په ماشومانو کې بیا دا اندازه ۱۴ سلنه ده. موږ دا هم موندلي چې حکومت او خلک له معلولیت سره څنګه چلند کوي چې په ټوله کې يې تصویر ښه نه دی بل دا چې خلکو د افغان حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو د داسې معلولیت پر وړاندې عامه پوهاوی چې ډېر خلک يې ان معلولیت نه بولي او په توله کې مرستې خورا مهمې او اغېزناکې بللې."
د اسیا بنسټ له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې په بېلابېلو موضوعاتو څېړنې او کلني راپورونه ورکوي.

د عکس سرچینه، Gettyimages
یاد بنسټ په وروستي راپور کې اندېښنه ښودلې چې د کورونا وبايي ناروغۍ، کمزوری اقتصاد سیاسي بې ثباتي او د جګړې دوام به معلولین لا وځپي.
د شهیدانو او معلولینو به برخه کې د دولت وزارت ویاند ضیاء الحق فضلي هم مني چې ورځ تر بلې معلولیت لرونکي مراجعین زیاتېږي، خو وايي دا چې اتیا سلنه وګړي دې په یوه نه یوه بڼه معلول وګڼل شي شمېرې سم لاسي نه تاییدوي.
له دې وړاندې د بشر حقونو څار بنسټ ویلي په افغانستان کې څلورې لسیزې پرلپسې جګړې د دې سبب شوي چې دا هېواد د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر معلولین ولري.
اسیا بنسټ هم په وروستي راپور کې ویلي څېړنې يې ښکاره کوي چې په دې هېواد کې له موره کم معلولین زيږېږي خو جګړو دا هېواد په بې ساري ډول معلولیت خوا ته بېولی دی.




















