افغانستان او پاکستان د ګمرکي همکاریو تړون لاسلیک کړ

افغانستان پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګمرکي همکاریو تړون لاسلیک سره دواړو هېوادونو چارواکو تمه ښودلې ده، چې له دې سره به دوه اړخیزه سوداګري او د افغان ترانزیت تجارت ستونزې کمې شي.

دغه تړون داسې مهال لاسلیک شوی، چې ټاکلې ده د پاکستان لومړی وزیر عمران کابل ته ولاړ شي.

له تېرو دوو ورځو راهیسې کابل د پاکستان د سوداګرۍ وزیر محمد صالح احمد فاروقي او په سوداګریز چارو کې د عمران خان سلاکار عبد الرزاق داوود په ګډون د یوه ۱۷ کسیز پلاوي کوربه دی.

تېر ماښام د افغان لوړو چارواکو او د پاکستان پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزېټ او سوداګرۍ یا (اپټکا) تړون لاسلیک کړ.

د پاکستان سوداګرۍ وزیر محمد صالح احمد فاروقي د اپټکا یا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ او سوداګرۍ تړون په اوومه غونډه کې وویل، هېواد یې له افغانستان سره د سوداګرۍ نوره پراختیا غواړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ او سوداګرۍ اوسنی تړون د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې پای ته رسېږي.

د کابل په دغه غونډه کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او افغان ترانزیټ تجارت کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.

عمران خان

د عکس سرچینه، PTI/TWITTER

د عکس تشریح، عمران خان تېر کال تورخم دروازه د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانیستله

په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اپټکا د تړون په لړ کې به نورې خبرې په را روانو میاشتو کې په اسلام اباد کې وشي.

بل خوا د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون په خبري غونډه کې وویل، د پاکستان لومړی وزیرعمران خان سبا د پنجشنبې په ورځ د ولسمشرمحمد اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته راځي.

کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان لومړي ځل راتګ ته چمتوالی نیول شوی او حامد کرزي هوايي ډګر ته تللی سړک او پر یو شمېر نورو لارو د افغانستان او پاکستان بیرغونه ځړول شوي دي.

چارواکي وايي، لومړی وزیر عمران خان به له ولسمشرغني او د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله په ګډون له بېلا بېلو افغان چارواکو سره وویني او د سولې د خبرو ترڅنګ به پر سیاسي، امنيتي او اقتصادي همکاريو هم خبرې وکړي.