طالبانو ته د خلیلزاد او ناټو سپارښتنه؛ "تاوتریخوالی باید کم شي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، په افغانستان کې په وروستیو اوونیو کې بریدونه زیات شوي او دا وضعیت نه یوازې د افغان سولې بهیر ته ګواښ پېښوي، بلکې افغان ولس او د هغوی سیمه ییز او نړیوال ملاتړي یې هم اندېښمن کړي دي.
ښاغلي خلیلزاد په یوه اعلامیه کې ویلي، ده او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر په دې وروستیو کې له طالبانو سره څو ناستې درلودې.
نوموړی وایي، په دې ناستو کې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې پر روان وضعیت له سره غور وکړي او د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې ټولې مادې په جدي توګه عملي کړي.
ښاغلی خلیلزاد وایي، دا په دې معنا ده چې بریدونه باید کم شي، ځکه اوسمهال ګڼ شمېر افغانان وژل کېږي، او دوی تمه لري چې دا شمېر باید راکم شي.
د امریکا استازي خلیلزاد په ټېنګار ویلي چې خپله برخه کار به کوي او په جديت به د ژمنو عملي کېدل څاري او ټولو خواوو ته په کار ده چې خپل مسؤلیتونه ترسره کړي.
بل لور ته د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي، د افغانستان د وضعیت په اړه یې له زلمي خلیلزاد سره خبرې کړې دي.
ښاغلی سټولټبنرګ وایي، د دوحې خبرې د سولې لپاره تر ټولو ښه فرصت وړاندې کوي، خو طالبان باید خپله وعده پوره کړي او د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه، چې د منلو وړ نه ده، کمه کړي.
نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې ناټو د افغانستان امنیت ته ژمنه ده.
افغان چارواکي: هلمند کې وضعیت د ډاډ وړ دی

د عکس سرچینه، Hmc
په هلمند کې د طالبانو له بریدونو د پنځو ورځو په تېرېدو ځايي چارواکي وايي خلکو ته د وضعیت د ښه والي ډاډ ورکوي او ټینګار کوي چې دوی خپل امنیتي پلانونه عملي کوي، خو ملګري ملتونه وايي، د جګړې له امله د ګڼ شمېر کورنیو بېځایه کېدل یو ناورین دی او روان وضعیت ته اندېښمن دي.
د هلمند امنیه قوماندان خلیل الرحمن جواد نن ( پنجشنبې اکتوبر ۱۵) په لښکرګاه کې خبریالانو ته وویل: " وضعیت د ډاډ وړ دی او خلکو ته اطمنیان ورکوو چې افغان ځواکونو دوښمنانو ته خپل ځواب ورکړی، بیا بې هم ورکوي او تر اخره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي".
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم بي بي سي ته وویل چې په باباجي، ۶۰۱ نمبر لویه لاره او چاه انجیر سیمو کې په تصفیوي عملیاتو کې ۳۷ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او درې افغان سرتیري هم وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د افغانستان دفاع وزیر اسد الله خالد هم چې پرون هلمند ته تللی و، ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه به بېرته ژر تر ژره خپلو ځایونو کې ځای پر ځای شي.
د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

د عکس سرچینه، Getty Images
خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشره پاروتي راماسوامي وايي په هلمند کې د بې ځایه شویو کورنیو وضعیت یوه غمیزه ده او د دې کورنیو د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنه لري.
مېرمن راماسوامي د بي بي سي خبریال خلیل نوري ته په یوه مرکه کې وویل چې د کډوالو شمېر زیات شوی او دغو کډوالو ته د مرستو رسولو بهیر پیل شوی دی. نوموړې وایي:
"ویلی شو چې حالت یوه غمیزه ده، ځکه جګړه د شاوخوا ۳۵ زره کسانو د بې ځایه کېدو لامل شوې. بېځایه کېدو خلکو ته نورې ستونزې جوړې کړي ".
هغې راتلونکې ته د شته اندېښنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د جګړې په دوام سره به لا ډېرې کورنۍ بې ځایه شي او "ملګري ملتونه د بې ځایه شویو د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنه لري. څرګنده ده که د بې ځایه شویو شمېر ډېریږي نو دا یوه بشري اندېښنه ده او د زیاتې مرستې اړتیا هم لیدل کیږي".
د ولسي وګړو د خوندیتوب ضمانت غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان خبر داری ورکړی وو چې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره باید ښکېل لوري د ولسي وګړو خوندیتوب تضمین کړي او اجازه ورکړي چې د جګړې له سیمو په خوندي توګه ځانونه وباسي.
د دې سازمان د سوېلي اسیا څانګې مشر عمر وړایچ وايي، لسګونه زره خلک د سختو جګړو په منځ کې راګیر دي چې د درېدو نښې یې نه لیدل کېږي.
په افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسون د ولسي وګړو د خوندیتوب په اړه د یوناما د وړمې ورځې ټویټ بیا خپور کړی او طالبانو ته یې په خطاب کې لیکلي چې د دې ډلې له خوا د "بې ځایه جګړې له امله ولسي وګړي له خطر سره مخامخ کول د توجیه وړ نه دي، افغانستان سمدستي سولې ته اړتیا لري".
بېځایه شوي خلک لښکرګاه کې د کړاو ژوند تېروي

د عکس سرچینه، Getty Images
لا هم ګڼ شمېر خلک هڅه کوي چې د لښکرګاه ښاه له هغو څنډو ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي چې نښتې په کې روانې دي.
د جګړې له سیمو تازه لښکرګاه ته راغلي خلک وايي چې ولسي وګړي په جګړه کې را ګیر دي او له سیمې په راوتلو کې له ډېر ستونزو سره مخ دي.
دوی وايي له هرې خو د هاوان مرمۍ توغول کیږي او د خلکو په کورونو کې لګیږي.
بل لورته لښکر ګاه ته د ورغلو لویو لارو د تړلو له امله د لومړیو توکو بیې لوړې شوي او له سلام مخابراتي شرکت پرته نورې تلفوني شبکې غیر فعاله دي او برېښنا هم نشته.
د لښکرګاه اوسېدوکی عبدالحق ځواکمن وايي خلک په ډېر ناسم وضعیت کې دي او له بې ځایه شویو سره دده په وینا هیڅ مرسته نه ده شوې.



















