د څرخي پله زرګونو بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی

د عکس سرچینه، Getty images
د کابل څرخي پله په زندان کې سرچینې وايي، له څو ورځو راهیسې زرګونه بندیانو د هغه څه په اړه چې دوی یې د زندانیانو بخښنې په برخه کې د ولسمشر غني د فرمان ناعادلانه پلې کېدا بولي اعتصاب کړی دی.
دوی د خوړو د ټیټ کیفیت او له خپلو کورنیو سره د لیدنو د مخنیوي په اړه هم شکایت لري. د زندان چارواکي د بندیانو نه خوړو اعتصاب مني خو وايي د دوی ډېری غوښتنې ناقانونه دي.
د څرخي پله بندیانو خبرداری ورکړی چې که د دوی ستونزې هوارې نه شي، اعتصاب به یې دوام وکړي.
د کابل څرخي پله زندان یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شریط بي بي سي ته وویل، د اعتصاب کوونکو بندیانو شمېر شاوخوا ۳۸۰۰ کسانو ته رسېږي، خو ځینې بندیان د اعتصاب کوونکو بندیانو شمېر شاوخوا لس زره یادوي.
له دغه زندانه بي بي سي ته ځینو رسېدلو انځورونو کې ښکاري چې ځینو بندیانو خپلې شونډې په سیمونو ګنډلې او وضعیت یې ښه نه دی.
د اعتصاب کوونکو بندیانو دوو استازو بي بي سي ته د دوی د اعتصاب د لاملونو په اړه وویل:
"زموږ غوښتنه دا ده چې د بندیانو زموږ د بند تر مودې پای ته رسېدو دې خوشي کړای شو، زموږ هر بندي لس تر پنځلسو او شلو کلونو بند تېر کړی. په زندان کې (واکمن رژیم) د پیسو په مقابل کې بندیان خوشي کوي، ولسمشر که د بندیانو د خلاصون زر فرمامونه ورهم کړي، دوی بندیان نه خوشي کوي."
یوه بل بندي وویل، چې ان دی ته پایواز هم نه ورپرېږدي، دوی نه پیسې لري او نه امکانات "دوی موږ ته د سیلو ډوډۍ راوړي چې هېڅ د خوړلو نه دي. ډوډۍ بوی لري، یوازې جوش شوي کچالو راکوي."
اعتصاب کوونکي ادعا کوي چې د بندیانو د بښلو په اړه د ولسمشر فرمان په عادلانه توګه نه پلی کېږي او په دې برخه کې فساد کېږي.
خو د زندان چارواکي وايي، ډېری اعتصاب کوونکي د قتل، انسان تښتونې او د نشه يي توکو د قاچاق په جرم بندیان شوي او د افغانستان د جزايي اجرآتو قانون د ۳۵۰ مادې پربنسټ، د ولسمشر د عفوې له فرمانه برخمن کېدای نه شي. په ځانګړې توګه هغه کسان په دې فرمان کې نه شاملېږي چې د قتل په جرم بندیان وي، مګر دا چې د وژل شوي کس کورنۍ قاتل وبښي.
د افغانستان د زندانونو د تنظیم د چارو ویاند فرهاد بیاني بي بي سي ته وویل، "د جمهوري ریاست عالي مقام په وروستیو فرمانونو کې چې نافذ شوي دا پکې قید شوې ده چې د جزايي اجراتو د قانون د ۳۵۰ مادې په جرمونو محکوم شوي بندیان له دې فرمانونو برخمن کېدای نه شي، له دې کبله د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له خوا ارزونه په بشپړه توګه قانوني او د ولسمشر د فرمانونو په چوکاټ کې دي."

د عکس سرچینه، Getty images
ویل کېږي ځینو بندیانو له دوولسو ورځو راهیسې څه نه دي خوړلي او یوشمېر نورو بیا له پنځو ورځو راهیسې د نه خوړلو اعتصاب کړی دی.
د زندانونو چارواکي وايي، د بندیانو له استازو سره یې خبرې روانې دي چې اعتصاب ودروي، خو ځینو بندیانو خبرداری ورکړی که د دوی غوښتنې ونه منل شي، د مرګ تر بریده به هم څه ونه خوري.
د افغانستان د زندانونو اړوندې ادارې په وینا، د روان لمریز کال تر پیله تر اوسه د ولسمشر د فرمانونو پربنسټ څه باندې یوولس زره بندیان خوشي شوي دي او د پاتې یوشمېر بندیانو د دوسیو ارزونه روانه ده.
دغه اداره وايي، د نشه يي توکو د قاچاق په جرم د نیول شویو بندیانو د خوشي کېدو بهیر د افغانستان د ملي امنیت شورا له خوا درول شوی دی، خو مالومه نه ده چې ملي امنیت شورا د دغو بندیانو د خوشي کولو بهیر درولو سپارښتنه کړې.
خو یوې سرچینې د لویو او خطرناکو او کوچنیو قاچاق کوونکو جلا کول ددې بهیر د درېدو لامل بللی.
ځینې کسان نیوکه کوي چې افغان حکومت د طالبانو څه باندې پنځه زره بندیان خوشي کړل، خو د نورو بندیانو په خوشي کولو کې سختي کوي.



















