بین الافغاني مذاکرات؛ د افغان دولت مرکچي پلاوي غړي وپېژنئ

د خپرېدو وخت

په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات له څو میاشتو ځنډ او خنډونو وروسته بلاخره د سپتمبر میاشتې پر دوولسمه نېټه پیل شول. د دې مذاکراتو لپاره دواړو خواوو خپل پلاوي اعلان کړي دي.

مالومه نه ده چې دا خبرې به څومره موده دوام کوي او داسې احتمال هم شته چې څو پړاوونه ولري او له قطر پرته نور هېوادونه یې هم په راتلونکي کې کوربتوب وکړي.

په لاندې لېست کې پر عکس کلېک کولی شئ چې د افغان دولت د مرکچي پلاوي د غړو د ژوند او کاري تجربو په اړه لنډ مالومات ترلاسه کړئ! د هر غړي/غړې په اړه د مالوماتو لپاره یې پر عکس کلېک وکړئ.

د سولې خبرو لپاره د افغان دولت پلاوی

  • نادر نادري

    د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون مشر

    د اداري اصلاحاتو او ملکي‌ خدماتو د کمېسیون مشر- د افغان ولسمشر سلاکار – د بشري حقونو او ټاکنیزو چارو برخه کې شل کلنه تجربه

  • عبدالمتین بېک

    سیاسي چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار

    د محلي‌ ارګانونو د خپلواکې ادارې پخوانی مشر – د افغان ولسمشر سلاکار – د پارلمان د پخواني وکیل او جهادي قومندان مطلب بېک زوی، چې په ۲۰۱۱ کال کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو

  • حبیبه سرابي

    د پخوانۍ سولې عالي شورا مرستیاله

    د پخوانۍ سولې عالي شورا مرستیاله – د بامیان پخوانۍ والۍ – په مسلک ډاکټره – د طالبانو په واکمنۍ کې په پټ ښوونځي کې ښوونکې وه

  • خالد نور

    رسمي دنده نه لري

    په پنځه ویشت کلنۍ کې د حکومتي پلاوي‌ تر ټولو ځوان غړی – د بریتانیا پوځي اکاډمۍ کې یې زدکړې کړې دي – د بلخ پخواني‌ والي عطا محمد نور مشر زوی

  • کلیم الله نقیبي

    د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال

    د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال – د الکوزیو یو قومي مشر – پخوا یې ساختماني برخه کې کار کړی

  • محمد ناطقي

    د محمد محقق پخوانی سلاکار

    د اجرائیه ریاست د مرستیال محمد محقق پخوانی سلاکار – د سیاسي ګوندونو او حرکتونو د کومېټې پخوانی مشر

  • حفیظ منصور

    د پارلمان پخوانی وکیل

    د پارلمان پخوانی وکیل – د جمعیت اسلامي ګوند غړی – لیکوال او سیاسي شنونکی

  • فوزیه کوفي

    د پارلمان پخوانۍ وکیله

    د پارلمان د رئیس لومړنۍ ښځینه مرستیاله – د ښځو، مدني‌ ټولنو او بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ مشره، سیاسي فعاله

  • باتور دوستم

    د پارلمان غړی

    د پارلمان غړی او د دوستم خیریه بنسټ مشر – د نړیوالو اړیکو برخه کې په ترکیه کې یې زدکړې کړې دي – د ولسمشر د پخواني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم زوی

  • غیرت بهیر

    سناتور

    د مشرانو جرګې غړی – د حزب اسلامي د سیاسي کومېټې مشر – د امریکایانو په زندان کې یې بند تېر کړی – د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوم

  • فاطمه ګېلاني

    د افغانستان د سرې میاشتې د ټولنې پخوانۍ مشره

    د افغانستان د سرې میاشتې د ټولنې پخوانۍ مشره – د ښځو د حقونو فعاله – لیکواله – د شوروي اتحاد یرغل کلونو کې په لندن کې د افغان مجاهدینو ویانده

  • ضرار احمد مقبل

    پخوانی وزیر

    پخوانی وزیر – د ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د کورنیو چارو، بهرنیو چارو او نشه یې توکو سره د مبارزې وزیر – د مجاهدینو پخوانی غړی

  • غلام فاروق مجروح

    د پارلمان غړی

    د پارلمان غړی – پخوانی پولیس افسر – پخوانی ولسوال – د پخوانیو لویو جرګو ګډونوال

  • رسول طالب

    د ولسمشر سلاکار

    په مسلک ډاکټر او د حزب وحدت ګوند په مهمو کسانو کې شمېرل کېده.‌ د شوروي‌ یرغل په کلونو کې په پاکستان او ایران کې د مجاهدینو په لیکو کې فعال و

  • شریفه زرمتۍ

    د پارلمان پخوانۍ وکیله – د ټاکنو د کمېسیون پخوانۍ کمېشنره – پخوانۍ خبریاله

  • ایوب انصاري

    د پولیسو پخوانی چارواکی

    د هرات د پولیسو پخوانی مشر او د هلمند د پولیسو پخوانی مرستیال ـ د هلمند د لشکر ګاه اصلي اوسېدونکی

  • محمد امین

    د ابن سینا خصوصي پوهنتون رئیس

    د ابن سینا خصوصي پوهنتون رئیس – د اساسي قانون د څار کمیسیون پخوانی غړی – په حکمت او اسلامي فلسفه کې دوکتورا لري

  • معصوم ستانکزی

    د ملي امنیت پخوانی مشر

    د کابینې پخوانی وزیر – د ملي امنیت پخوانی مشر – د ولسمشر سلاکار

  • عنایت الله بلیغ

    د عالمانو د شورا غړی

    پخوانی مرستیال والي – د عالمانو د شورا غړی – د پوهنتون استاد

  • عطاء الله لودین

    د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا پخوانی مشر

    د ننګرها پخوانی والي – د مشرانو جرګې پخوانی غړی – د سولې د عالي شورا مرستیال

  • سید سعادت منصور نادري

    د سولې د چارو وزیر

    د ښاري پراختیا پخوانی وزیر – د افغانستان بانک پخوانی سلاکار – د افغانستان د اسماعیلي فرقې د مشر سید منصور نادري زوی