تهران کې د طالبانو بیرغ ښکاره کېدو ته د ارګ غبرګون؛ 'مخالفو ډلو ته د فعالیت اجازه مه ورکوئ'

د عکس سرچینه، GMIC
د افغان ولسمشر ویاند په تهران کې د طالبانو له بیرغ سره د دې ډلې د ملاتړو د انځورونو خپرېدلو ته غبرګون کې ویلي ګاونډي هېوادونه دې هغې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي چې د افغانانو لپاره جدي ګواښ دی. بل لور ته هغه عکاس نیول شوی چې د دې غونډې انځورونه یې اخستې وو.
صدیق صدیقي نن ( دوشنبه اګست ۳ ) کابل کې یوې خبري غونډه ته د تهران په ملت پارک کې د طالبانو بیرغ په پورته کولو سره د یو شمېر کسانو را ټولېدو په اړه وویل چې " د یوې جنډې" پورته کول د هغه چا کار دی چې د طالبانو لپاره د پروپاګند لړ کې یې کوي چې د ده په وینا " د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی".
ښاغلي صدیقي وویل له ګاونډیو هېوادونو د افغان دولت تمه داده چې د افغانانو د مشروع دولت تر څنګ ودریږي.
د افغان ولسمشر ویاند ټېنګار وکړ چې ګاونډي هېوادونه دې "د افغانستان د خلکو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ وکړي او افغان دولت د خلکو مشروع استازی دی".
صدیق صدیقي له ایران او د افغانستان له نورو ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې هغه کسان دې خپله خاوره کې فعالیت ته نه پریږدي چې غواړي د پروپاګند له لارې د خلکو ذهنیت بدل کړي.

د عکس سرچینه، COCIAL MEDIA
هغه وویل دا "جنډې "په پاکستان کې هم ډېرې پورته کیږي او نندارې ته وړاندې کیږي، دغه هېواد کې د ده په وینا داسې لسګونه او سلګونه مدرسې شته چې د طالبانو کسان په کې ښکته پورته کیږي او افغان دولت غوښتي چې دا کسان تر تعقیب لاندې ونیول شي.
بل لورته په رپوټونو کې ویل شوي چې ایراني چارواکو خبریال عارف احمدي چې ملت پارک کې یې د دې غونډې انځورونه اخستي وو نیولی.
ایرانۍ خبریالې ژیلا بني یعقوب پر ټویټر لیکلي چې "عارف احمدي نیول شوی، د طالبانو غونډه ستونزه نه لري خو يوازې دومره خبره ده چې په یاد مو وي چې عکس یې وانخلئ. که عکس مو واخست نو مه یې خپروئ".
یوې ایرانۍ خبري ویب پاڼې انصاف نیوز د ملت پارک د یوه ساتونکې له قوله ویلي د دوی غونډې ډېر دوام ونکړ:
" یوازې دومره وخت دوی هلته وو چې موږ خبر شوو، ورغللو، ومو نیول او ۱۴۵ نمبر ماموریت ته مو وسپارل او د هغوی بیرغ مو ترې واخېست. ډېره لنډه موده دوی غونډ وو، خو موږ حیران یو چې په همدې لنډه موده کې یې خبر خپور شو"

د عکس سرچینه، Reuters
د لوی اختر په لومړۍ ورځ او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د درې ورځني اوربند له پیله سره سم پر خواله رسنیو داسې انځورونه خپاره شول چې ښيي د تهران په ملت پارک کې یو شمیر کسان راټول شوي او د طالبانو بیرغ یې پورته کړی.
له هغه یوه ورځ وروسته او د اختر پر دویمه د تهران د عمومي امنیت پولیسو مشر علي ذوالقدري دې غونډې ته په اشارې سره وویل چې دا مسله د پولیسو د ځانګړي څار لاندې ده.
هغه وویل "د پولیسو د چټګ غبرګون په پایله کې د دې انځورونو اخېستونکي او خپروونکي له قضايي ارګاونو سره په ګډه پیژندل شوي او نیول شوي دي"
ښاغلي ذوالقدري ویلي وو نیول شویو کسانو " له ترهګریزې ډلګۍ سره تړاو نه درلود" خو ده له هغو کسانو سره د چلن په اړه څه ونه ویل چې دې غونډه کې یې برخه لرله.
د تهران د عمومي امنیت مشر داسې مهال طالبان ترهګریزه ډلګۍ بولي چې ایراني چارواکو په دوحه کې د طالبانو له استازو سره کتلي او د تېر کال د دېسمبر پر ۱۶ د طالبانو یوه پلاوي ایران ته رسمي سفر درلود.
په تېرو کلونو کې افغان او امریکايي چارواکو پر تهران تور لګولی چې طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي او په پوځي برخه کې یې ملاتړ کوي.
امریکايي چارواکو د هغو وسلو پاتې شونې هم خبریالانو ته وښودل چې دوی وايي ایران طالبانو ته ورکړي دي. څو ځله افغان چارواکو هم داسې وسلې خبریالانو ته ښودلي چې دوی وايي ایران طالبانو ته ورکړي وې.
خو ایران تل په پوځي برخه کې له طالبانو د ملاتړ خبره رد کړې ده او دا یې منلې چې له دغې ډلې سره غیر پوځي اړیکي پالي.




















