پر کندوز ښار او څو ولسوالیو د طالبانو بریدونه؛ د دفاع وزارت سرپرست سیمې ته رسېدلی

خالد

د عکس سرچینه، MOD

د عکس تشریح، د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد نن سې شنبه کندور ښار ته رسېدلی
د خپرېدو وخت

له کندوز ولایته رپوټونه وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه پر کندوز ښار، امام صاحب، چار درې او علي اباد ولسوالیو له څو اړخونو بریدونه کړي دي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، پر کندوز ښار یې د طالبانو لوی برید په شا تمبولی دی او په جګړه کې یې ۵۰ طالب وسلوال وژلي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

خو وسلوال طالبان پر کندوز ښار د کوم لوی برید خبره ردوي او وایي، یوازې د ښار په تلوکه سیمه کې یې یو برید کې ۸ افغان امنیتي سرتېري وژلي دي.

له دې رپوټونو سره سم د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم نن سې شنبه کندوز ښار ته رسېدلی دی او هلته یې له افغان ځواکونو سره کتلي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پر فېسبوک پاڼه لیکل شوي چې طالبانو تېره شپه د کندوز ښار پر بېلابېلو سیمو بریدونه پیل کړل، خو د افغان ځواکونو لخوا په شا وتمبول شول.

یاد وزارت وایي، د افغان پوځ ځوابي برید کې له هوایي ځواکه هم کار واخیستل شو او لسګونو طالب وسله والو ته مرګژوبله اوښتې.

اعلامیه زیاتوي چې کندوز ولایت کې د وضعیت د لا ښه کنترول لپاره د افغان ځانګړو ځواکونو قطعې سرتېري هم سیمې ته استول شوي دي.

خو طالبان نه مني چې ګواکې دې ډلې دې پر کندوز ښار کوم لوی برید کړی وي. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د دفاع وزارت څرګندونې تش تبلیغات بولي.

د طالبانو یوه جلا اعلامیه کې ادعا شوې ده چې نن سې شنبه د کندوز ولایت علي اباد ولسوالۍ او عاق مسجد سیمو کې په هوایي بمبار کې ولسي خلک وژل شوي دي.

کندهار کې هم افغان پولیس وژل شوي:

کندهار

د عکس سرچینه، Kandahar Police

د عکس تشریح، کندهار کې د طالبانو نفوذي برید کې پولیسو ته مرګژوبله اوښتې

بله خوا د افغانستان په سویلي کندهار ولایت کې ځاي چارواکي وایي، معروف ولسوالۍ کې د وسلوالو یوه نفوذي برید کي لږ تر لږه ۵ پوله ساتي سرتیري وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي. ویل کېږي چې برید کوونکي درې تنه وو او همدې پوسته کي پولیس وو.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، د پولیسو په ځوابي ډزو کي دوه برید کوونکي وژل شوي او یو بل په تېښته بریالی شوی.

خو یوې باوري سرچیني بي بی سي ته ویلي چي معروف ولسوالۍ کي د وسلوالو طالبانو برید کي لږ تر لږه ۱۴ افغان سرتیري وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي .

وسلوال طالبان وایي د دوي د ۳ نفوذي کسانو په برید کي د څلورو قومندانانو په ګډون اتلس حکومتي سرتیري وژل شوي دي .

بل لور د زابل میزانه ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې لږ تر لږه ۴ ولسي کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.