کورونا وېروس؛ کندوز کې د ۱۵ ډاکټرانو ازموینې مثبتې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې افغانستان کې هره ورځ د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر په ډېرېدو دی، د کندوز ولایت حوزوي روغتون یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د دغه روغتون د ۱۵ ډاکټرانو د کورونا وېروس ازموینې مثبتې ثابتې شوې دي.
یاده سرچینه وايي، دې سره د نورو ډاکټرانو او طبي کارمنو اندېښنې ډېرې شوې او د نژدې څلور سوه ډاکټران او کارکوونکي د کورونا وېروس ازموینې لپاره روغتون ته لېږل شوي.
خو د کندوز د والي ویاند عصمت مرادي وايي، د سلګونو نورو ډاکټرانو او کارکوونکو ازموینه په دې مانا نه ده چې دوی به په کورونا اخته شوې وي، بلکې د ډاډ لپاره تر سره کېږي. نوموړي بي بي سي ته وویل:
"په دې وروستیو کې چې کومې ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي هغه ډاکټران دي. په دې ناروغانو کې د خصوصي روغتون ډاکټران هم دي."
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۸ مثبتې پېښې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوروناو وېروس ۶۸ مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي، چې ورسره ټول افغانستان کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۳۱ ته رسېدلی.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي چارو د ارزونې او څار رییس عطاء لله سعیدزي بي بي سي ته وویل، د دې ۶۸ له ډلې په غزني کې ۱۳، پکتیا ۱۱، پکتیکا کې ۹، بلخ کې ۸ ، بادغیس او کابل کې ۶-۶، ننګرهاراو هرات کې ۴-۴، لغمان او خوست کې ۳-۳، او بغلان کې د کوویډ-۱۹ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.


ښاغلی سعیدزی وايي، د کورونا وېروس له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳ تنه مړه شوي چې په ټول هېواد کې د مړو شمېر ۵۰ ته ورسېد، او همدا راز ۲۰۷ تنه ترې روغ شوي دي.
د ولایتونو په کچه د کورونا وېروس وضعیت:
د ننګرهار په لابراتوار کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ مشکوکې پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې په دې ولایت کې ۴ مثبتې او درې منفي، کونړ کې ۴ مثبتې او ۳ منفي، لغمان کې ۳ مثبتې او۱۰ منفي دي.
د ننګرهار ولایت د روغتيا ريیس نصير احمد درانی وايي، هلته د کووېډ-۱۹ يو بل ناروغ هم مړ شوی دی. نوموړی وایي، دا کس ۷۵ کلن و او د سږو پخوانۍ ناروغي یې هم درلوده.
همداراز په هرات کې د کوویډ-۱۹ څخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ مشکوکې پیښې رامخې ته شوې وې چې له ډلې یې ۴ مثبتې وې.
د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر محمد رفیق شیرزي نن د یکشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۶مه) وویل چې په ټول هرات کې ۳۹۰ تنه په کوویډ -۱۹ اخته شوي، ۸ تنه ترې مړه دي او ۹۷ تنه روغ شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کندهار
د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد طاوس اشرف نادري بي بي سي ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ولایت کې ۵۷ مشکوکې پېښې رامخې ته شوې چې له ډلې ۲۱ مثبتې دي او په دې سره په ټول کندهار کې د مثبتو پېښو شمېر ۲۲۴ ته ورسېد.
ښاغلي نادري زیاته کړه، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو تن مړ شوی چې په دې سره دې ولایت کې د مړو شمېر ۵ ته ورسېد او دوه تنه ترې روغ شوي چې ټولټال د رغیدلي کسانو شمېر ۶ ته لوړ شوی.
د عامې روغتیا وزارت تر اوسه د ولایتونو په کچه د وروستیو مثبتو پېښو او مړینو په اړه څه نه دي ویلي.




















