کورونا وېروس؛ وېتنام کې ولې د مړینې یوه پېښه هم نه شته؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس (کوویډ-۱۹) وبا خپره ده، خو داسې یو هېواد هم شته چې رسنیو کې یې پېښې ډېرې کمې تر سترګو کېږي.
وېتنام د چین په ګاونډ کې پروت هېواد دی، چین هغه هېواد و چې د کورونا وېروس ترې نورې نړۍ ته خپور شوی، وېتنام له ۹۰ میلیونو زیات نفوس لري.
خو د اپرېل له ۲۳مې تر اوسه په دې هېواد کې ۲۷۰ تنه پر کورونا وېروس اخته شوي دي، مګر په ټول هېواد کې ددې وېروس له امله یوه د مړینې پېښه نه لري.
کله چې دا وېروس خپور شو، وېتنام خپل خلک پوه کړل او له دې وبا سره یې داسې مبارزه غوره کړه لکه جګړې ته چې چمتووالی نیسي، خو اوس په دې هېواد کې شته بندیزونه پای مومي، ښوونځیو ته د بیا پرانېستې اجازه ورکړی شوه.


پوښتنه دا پيدا کېږي چې اخر وېتنام داسې څه کړي چې نور هېوادونو ته الګو وګرځي؟
د پولو تړلو پرېکړه
د تېرې جنورۍ په پای کې وېتنام د کورونا وېروس لومړۍ مثبته پېښه ثبت کړه.
له دې وروسته یې پرېکړه وکړه چې له چین سره خپلې پولې په پوره ډول وتړي.
پر دې سربېره یې په ټولو هوايي ډګرونو کې یې د مساپرینو لپاره د معاینې ماشینونه ولګول.
حکومت داسې وانګېرله چې له بهره کورونا وېروس د دې هېواد خلکو ته ننوځي، نو ځکه یې له هر هېواد نه به چې مساپر دې هېواد راته ۱۴ ورځې به یې قرنطین کاوه.
حکومت د پیسو په پرېکولو سره خلک په هوټلونو کې قرنطین کړل. وېتنام د مارچ په وروستیو کې دې هېواد ته په ورتلونکو بهرنیو مساپرو بندیز ولګاوه.

د عکس سرچینه، AFP
همدارنګه دې هېواد پر خپلو هغو خلکو هم بندیز ولګاوه چې بهر اوسېدل او پرې نښودل چې دننه په هېواد له خپلو کورنیو سره وګوري.
'د اړیکو پر څار' یې ټینګار
پر کورونا وېروس د اخته کسانو له ګوښه ساتلو وروسته به یې د هغه خلکو څارنه کوله چې له ده سره به په اړیکه کې وو، د هغوی به یې هم د کورونا وېروس معاینه کوله.
ویتنام په لویه کچه د کورونا ازموینې لپاره د سوېلي کوریا یا جرمني په څېر دومره وسایل نه درلودل.
د وسایلو د کمښت له امله د وېتنام حکومت کم لګښته لاره ونیوله، هغه دا چې د کورونا وېروس د اخته کسانو لپاره یې د ګوښه ځای چمتووالی ونیو.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټولنه راوېښه کړه
د وېتنام حکومت په ټول هېواد کې له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره خلکو ته د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړ.
په دې کمپاین کې له کوچنیو وېډیوګانو نیولې تر پوسټرونو پورې له کورونا وېروس د ژغورنې لپاره کار اخیستل شوی و.
د ویتنام - امریکا تاریخي جګړې ته په کتو ددې هېواد لومړي وزیر ګوان یوان فوک له خلکو وغوښتل چې له دې اوږدې وبايي ناروغۍ سره د مبارزې لپاره چمتو واوسي.
په کینبري کې د نوي سوېلي وېلز پوهنتون پروفیسر ایمریټس کارل تهیار په وینا چې "د وېتنام ټولنه بیداره ده، هلته د یوه ګوند سیستم موجود دی."
پولیس، پوځ او ګوند په دې پرېکړه عمل کاوه د حکومت لوړ پوړو چارواکو له دې ډول ګواښونو سره د مبارزې لپاره ښې پرېکړې کولې.



















