تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اتمر: افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع نشتوالی لوی خنډ دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر وايي، په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره سیمه ییزه اجماع نشته او دا د سولې بهیر کې لویه ستونزه ده.
ښاغلي اتمر یکشنبه د کار له پیلولو وروسته په خپله لومړۍ خبري غونډه کې وویل، په نوې دنده کې یې له ګاونډیو هېوادونو سره د سولې پر موضوع کار کول لومړیتوب دی.
د هغه په وینا، د بهرني سیاست او دیپلوماسۍ یوه طرحه یې جوړه کړې، چې ډېر ژر به یې کابینې ته د تصویب لپاره ولیږي.
حنیف اتمر همدا راز پر افغان سیاستوالو غږ وکړ چې د سولې راوستلو لپاره خپل سیاسي مخالفتونه او د ټاکنو پر سر راولاړې شوې ناندارۍ پرېږدي.
د افغان بهرنیو چارو نوی سرپرست وزیر وایي، په تېرو اوونیو کې له ولسمشرمحمد اشرف غني سره د بهرني سیاست بنسټیزو حدودو په اړه نتیجې ته رسیدلی او ژر به یې یوه طرحه کې ځای پر ځای کړي.
ښاغلي اتمر له دې وړاندې د ولسمشر غني په لومړۍ دوره کې د ملي امنیت سلاکار په توګه دنده کړې.
تر هغه وړاندې نوموړی د کلیو پراختیا، پوهنې او کورنیو چارو وزارتونو مشري هم کړې ده او همدا رنګه نوموړی د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټاکنډلې مخکښ غړی و.
ښاغلی اتمر همدا راز د څه مودې لپاره د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار و، چې بیا یې له خپلې دندې استعفا وکړه او د ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند په توګه ودرېد.
خو د هغه په خپله سیاسي ټاکنډله کې ځینې اختلافونه رامنځته شول، چې له کبله یې نوموړي خپل کمپاین ودراوه او د ټاکنو له سییالۍ ووت.
ښاغلی اتمر په داسې وخت کې د بهرنیو چارو وزارت مسئولیت پر غاړه اخلي چې د افغان سولې لپاره نړیوالې او سیمه ییزې هڅې روانې دي.
ټاکل شوې ده چې افغان حکومت په نژدې راتلونکي کې له طالبانو سره د سولې لپاره مخامخ خبرې پیل کړي، خو دا چاره د بندیانو د خلاصون پر موضوع د اختلاف له کبله تر اوسه نه ده پیل شوې.
د حنیف اتمر لپاره ښایي یوه بله ننګونه په خپله د بهرنیو چارو په وزارت کې اړین اصلاحات راوستل وي.
ولسمشر غني په خپله تېره دوره کې بیا بیا ټینګار کړی و چې یاد وزارت جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري.
خو هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ولسمشر له دې پلان سره مخالفت ښودلی و او ټاکنیز سیاست یې بللی و.