اتمر: افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع نشتوالی لوی خنډ دی

اتمر

د عکس سرچینه، Atmar Facebook

د عکس تشریح، ښاغلی اتمر وایي، د سولې لپاره د سیمې له هېوادونو سره کار کول یې لومړیتوب دی
د خپرېدو وخت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر وايي، په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره سیمه ییزه اجماع نشته او دا د سولې بهیر کې لویه ستونزه ده.

ښاغلي اتمر یکشنبه د کار له پیلولو وروسته په خپله لومړۍ خبري غونډه کې وویل، په نوې دنده کې یې له ګاونډیو هېوادونو سره د سولې پر موضوع کار کول لومړیتوب دی.

د هغه په وینا، د بهرني سیاست او دیپلوماسۍ یوه طرحه یې جوړه کړې، چې ډېر ژر به یې کابینې ته د تصویب لپاره ولیږي.

حنیف اتمر همدا راز پر افغان سیاستوالو غږ وکړ چې د سولې راوستلو لپاره خپل سیاسي مخالفتونه او د ټاکنو پر سر راولاړې شوې ناندارۍ پرېږدي.

د افغان بهرنیو چارو نوی سرپرست وزیر وایي، په تېرو اوونیو کې له ولسمشرمحمد اشرف غني سره د بهرني سیاست بنسټیزو حدودو په اړه نتیجې ته رسیدلی او ژر به یې یوه طرحه کې ځای پر ځای کړي.‌

ښاغلي اتمر له دې وړاندې د ولسمشر غني په لومړۍ دوره کې د ملي امنیت سلاکار په توګه دنده کړې.

تر هغه وړاندې نوموړی د کلیو پراختیا، پوهنې او کورنیو چارو وزارتونو مشري هم کړې ده او همدا رنګه نوموړی د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټاکنډلې مخکښ غړی و.

اتمر

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، حنیف اتمر وایي، د بهرني سیاست پر حدودو له ولسمشر غني سره غږېدلی

ښاغلی اتمر همدا راز د څه مودې لپاره د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار و، چې بیا یې له خپلې دندې استعفا وکړه او د ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند په توګه ودرېد.

خو د هغه په خپله سیاسي ټاکنډله کې ځینې اختلافونه رامنځته شول، چې له کبله یې نوموړي خپل کمپاین ودراوه او د ټاکنو له سییالۍ ووت.

ښاغلی اتمر په داسې وخت کې د بهرنیو چارو وزارت مسئولیت پر غاړه اخلي چې د افغان سولې لپاره نړیوالې او سیمه ییزې هڅې روانې دي.

ټاکل شوې ده چې افغان حکومت په نژدې راتلونکي‌ کې له طالبانو سره د سولې لپاره مخامخ خبرې پیل کړي، خو دا چاره د بندیانو د خلاصون پر موضوع د اختلاف له کبله تر اوسه نه ده پیل شوې.

د حنیف اتمر لپاره ښایي یوه بله ننګونه په خپله د بهرنیو چارو په وزارت کې اړین اصلاحات راوستل وي.

ولسمشر غني په خپله تېره دوره کې بیا بیا ټینګار کړی و چې یاد وزارت جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري.‌

خو هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ولسمشر له دې پلان سره مخالفت ښودلی و او ټاکنیز سیاست یې بللی و.‌