تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني د پنځو ورځو لپاره د کابینې ګومارنې ودرولې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د راتلونکو ۵ ورځو لپاره د خپلې نوې کابینې لپاره د وزیرانو د ګومارنې لړۍ درولې ده. د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر وایي، دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی دی چې د سیاسي خبرو اترو لپاره لا ډېر فرصت رامنځته شي.
له دې اعلان وړاندې افغانستان یو شمېر مخکښو سیاسي مشرانو له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي وو چې تر یوه وخته دې د حکومتي چارواکو ګومارنې ودروي.
دوی په یوه اعلامیه کې له پخواني اجرایه رئیس عبدالله عبدالله هم غوښتنه کړې چې چې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره دې ټاکل شوې موده وغځوي. وړاندې ښاغلي عبدالله درېیمګړو سیاسي مشرانو ته لس ورځې وخت ورکړی و چې په وینا یې باید په دې موده کې سیاسي اختلافات حل شي.
د سیاسي مشرانو په دې ډله کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، سیاسي رهبر عبدرب الرسول سیاف، د ولسي جرګې پخوانی مشر یونس قانوني او د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي شامل دي.
له څو ورځو راهیسې دوی د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي لانجو هوارولو لپاره له دواړو مشرانو سره لیده کاته کوي.
د دوی په ګډه اعلامیه کې راغلي: "د هېواد روانو حالاتو ته په کتو، هوکړې او همکارۍ ته د رسېدو په برخه کې هڅې په ښه ډول روانې دي. د دې هڅو د وروستي کولو او یوې پایلې ته د رسېدو لپاره وړاندیز کوو چې ښاغلی دوکتور محمد اشرف غني دې د حکومتي چارواکو ګومارنه تر یوې مودې پورې ودروي."
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې به اوسني وضعیت ته په کتو دوام نه شي موندلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې وزیرې الېس ویلز دفتر په یوه ټویټ کې ویلي: له افغانستان سره نړیوالې مرستې د یوه ټول شموله حکومت غوښتنه کوي.
په اعلامیه کې راغلي: "موږ ټول باید افغان مشران اړ کړو چې یو د حکومت جوړولو پرسر جوړجاړي ته ورسیږي."
د سیاسي مشرانو اعلامیه داسې مهال راځي چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر په توګه ونومول شو.
د ولسمشر غني لخوا ورستیو ګومارنو په لړۍ کې، د بامیان پخوانی والي طاهر زهیر د اطلاعاتو او فرهنګ او جهادي شخصیت عبدالهادي ارغندیوال د مالیې سرپرست وزیرانو او احمد ضیاء سراج د ملي امنیت د رییس په توګه ټاکلي.
همداراز د ولسمشر غني د ټاکنیزو کمپاینونو یو مسؤل داوود سلطان زوی د کابل د ښاروال او شاکر کارګر د ولسمشرۍ د دفتر عمومي رییس په توګه ټاکل شوي دي.
بلخوا تېره اونۍ (وری ۱۴ اپریل ۲) ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له یو شمېر غړو او اداري پلاوي سره په یوه کتنه کې وړاندیز کړی و چې پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دې د افغان سولې د بهیر مشر شي
ولسمشر غني دا وړاندیز د ولسي جرګې له یو شمېر غړو سره په سلامخانې ماڼۍ کې په یوه کتنه کې کړې وې، خو ویل کېږي چې عبدالله عبدالله دا وړاندیز رد کړی دی.
د عبدالله عبدالله وياند اميد ميثم څو ورځې وړاندې بي بي سي ته ویلي وو، ''که دا ستونزه حل نشي موږ به د ټولشموله حکومت په چوکاټ کې خپلې چارې پر مخ بيايوو او ژر به کابينه اعلان کړو''